Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یونیسکو: افغانستان له هغو ۱۰ هېوادونو دی چې نجونې یې ښوونځيو ته نشي تللی

یونیسکو د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، افغانستان د لسو هیوادونو په منځ کې دی چې ډیری نجونې ښوونځي ته له تګه بې برخې دي او ۷۵ سلنه نورې بیا له زده کړو بې برخې دي.

د ملګرو ملتونو ښوونیز علمي او کلتوري سازمان یا یونسکو یو راپور خپور کړی چې وايي په افغانستان او یو شمېر افریقايي هېوادونو کې نجونو د زده کړو له پلوه شاتګ لرلی دی.

د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي چې افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې له ښوونځي تر ټولو زیاتې محرومې نجونې لري او پنځه اویا سلنه نجونې یې له زده کړو بې برخې دي.

د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان یا یونسکو ویلي: د لسو هېوادونو په منځ کې د افریقا او افغانستان نهه هېوادونه ښوونځيو ته د نجونو د نه لاسرسي تر ټولو لوړه کچه لري. د افغانستان نوم په دغه نوملړ کې لسم ځای خپل کړی دی.رلږترلږه ۵۰ سلنه نجونې ښوونځي ته نشي تللای او په افغانستان کې ۷۵ سلنه نجونې ښوونځي ته د تلو فرصت نه لري.»

د پوهنتون استاد، ذکي الله محمدي و ویل: که اسلامي امارت سږ کال هم زموږ خویندو ته اجازه ور نه کړي چې ښوونځیو ته ولاړ شي نو موږ به ډیر سخت کال مخ ته ولرو او د افغانستان راتلونکی به تیاره او په جهالت کې وي.

زهرا او مريم  چې د ښوونځي د اتم ټولګي زده کوونکې دي، د نجونو پرمخ یې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو د دروازو د تړل کېدو له امله نقاشۍ ته مخه کړې ده.

دوی وايي، هنر هیڅکله د زده کړو ځای نه شي نیولی او د ښوونځیو دروازې باید د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

زده کوونکې، زهره طلوع نیوز ته و ویل : درسونه خپل ځای لري، زه غواړم چې ښوونځي مو بېرته پیل شي او موږ وکړای شو چې بېرته خپلو درسونو ته ورسیږو.

زده کوونکې، مریم و ویل: زه باید اوس په یوولسم ټولګي کې وای خو چې له څه وخت راهیسې ښوونځي تړل شوي نو زه اوس په اتم ټولګي کې یم.

بلخوا، يو شمېر نورې زده کوونکې هم له سرپرست حکومته غوښتنه کوي، چې په ۱۴۰۳ ښوونیز کال کې ورته ښوونځيو ته د تګ زمینه برابره کړي.

زده کوونکې، رابعې بیا داسې و ویل: له اسلامي امارته مې غوښتنه دا ده چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو دروازې پرانیزي څو وکړای شو له خپلو حقونو برخمن شو.

زده کوونکې، ثنا هم طلوع نیوز ته څرګنده کړه: د نجونو پر مخ دې ژر تر ژره ښوونځي پرانیستل شي چې موږ وکړای شو د هلکانو په څېرو خپلو زده کړو ته دوام ورکړو.

سره له دې چې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي د پورته ښوونځيو له تړل کېدو نهه سوه ورځې تېرېږي او د نوي ښوونیز کال پیلېدو ته تر لسو کمې ورځې پاتې دي، خو سرپرست حکومت له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر مخ د ښوونځيو د پرانېستلو په تړاو څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه