د ولسي جرګې یو شمېر غړي په هېواد کې په ځانګړې توګه په ختیځو ولایتونو کې د داعش د نویو اورپکو د جذبولو په اړه اندېښنه څرګندوي او ټینګار کوي چې د دغې ډلې له امله رامنځنه شوی ګواښ د خلکو لپاره د منلو نه دی.
دوی حکومت ته خبرداری ورکوي کهچېرې د نوموړې ډلې پرخلاف اقدام ونهکړي، خلک به د حکومت د بې پامیو په وړاندې چوپ پاتې نهشي او ښايي لنډمهاله حکومت اعلان کړي.
د ولسي جرګې غړي ظاهر قدیر په دې اړه وویل:«کهچېرې حکومت دغې مسئلې ته پاملرنه ونه کړي خو زه تاسو ته ډاډ درکوم چې مشرقي د کابل دروازه ده او موږ څلور ولایتونه په نورو ولایتونو کې زموږ د نورو همکارانو په ګډون خپله پرېکړه کوو او یوه بله لاره اختیار وو.»
د ولسي جرګې بل غړي حضرت علي هم څرګنده کړه:«ایا دغه حکومت بې خبر دی او ایا دغه حکومت زموږ د وژلو لپاره جوړ شوی دی.»
له بلخوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي داعش ډله په ختیځو ولایتونو په تېره بیا ننګرهار او کنړ ولایتونو کې د ښځو او نارینه وو سرونه پرې کوي.
د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي په ډاګه کړه:«د داعش مرکزونه چې په هر ځای کې وي حکومت باید خپل عملي اقدامات ولري.»
د ولسي جرګې غړی الله ګل مجاهد وايي:«زه فکر کوم چې د مشرقي یا ننګرهار موضوع دا یوه پروژه ده.»
خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې حکومت له داعش سره په مبارزه کې جدي دی او تراوسه د دې ډلې څو قومندانان وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش په دې اړه وویل:«په افغانستان کې دوه کسانو چې د داعش ډلې مسؤولیت درلود لکه حافظ سید او حسیب، دغه دواړه د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شول او په دغو سیمو کې د دوی ډېر اورپکي او کسان له منځه یوړلی شول نو دا د دې ښودنه کوي چې په افغانستان کې د دغې ډلې د لهمنځه وړلو لپاره ټینګ هوډ شتون لري.»
له بلخوا د ولسي جرګې د چهارشنبې په عمومي غونډه کې د جرګې د کورنیو او دفاعي چارو کمېسیونونو ته دنده ورکړل شوه چې د هېواد په ختیځ کې د داعش ډلې لخوا د ګواښونو د څېړلو لپاره دغو ولایتونو ته پلاوی ولېږي او د خپلو څېړنو پایلې له ولسي جرګې سره شریکې کړي.