Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد په شمال کې د جګړو او ناامنیو دوام

له کندوز ولایت  څخه خبرونه را رسېږي چې د کندوز ــ تخار پر لویه لار سخته جګړه روانه ده. 

د یادې لارې موټر چلوونکي او مسافر وايي دغه نښتي له تېري پنجشنبې تر اوسه روانې دي. 

بلخوا د غور ولایتي چارواکي د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې د طالبانو له تازه امنیتي ګواښونو خبرداری ور کړی دی. 

د غور مرغاب ولسوالۍ د یکشنبې له شپې څخه د وسله والو طالبانو د پراخو بریدونو شاهده پاته شوې ده. 

د کندوز ښار په شاوخوا په تېره بیا د کندوز - تخار پر لویه لار د نا امنیو دوام پر دې لویه لار د مسافرو تېرېدل لاهم له ننګونو سره مخ کړي دي.

د کندوز اوسېدونکی عبدالحلیم په دې اړه وویل:«د خان اباد او تخار لار تړې ده او څوک نشته چې تګ راتګ وکړي.»

د کندوز بل اوسېدونکی فخرالدین هم وايي:«لار د پنجشنې راهیسې د ټرافیک پر مخ تللې ده، ستونزې ډېرې دي.»

پر کندوز سربېره د هېواد په ځنیو نورو برخو کې هم په وروستیو څو ورځو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې روانې وې؛ غور یو له هغو ولایتونو دی چې د ځايي چارواکو په وینا د دغه ولایت څو ولسوالۍ له ګواښونو سره مخ دي.
 
په غور ولایت کې د عامه نظم د لوا قومندان محمود اندرابي څرګندوي:«د دښمن جګړې د تیوره، پسابند، شهرک، تولک ولسوالیو او همدارنګه د مرغاب نوې جوړه شوې ولسوالۍ چې نن شپه موږ د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې شاهد هم وو، او همدارنګه طالبانو ته هم ګوزار ورکړل شوی دی.»

په غور ولایت کې د مدني ټولنې مسوول محمد وزیر نوراني هم وايي:«د ښار په شاوخوا کې حتا د ښار په شل تر لس کیلومټرۍ پورې طالبان په ازاده توګه تګ راتګ کوي. او امنیتي وضعیت په جدي توګه د اندېښنې وړ دی، که چېرې وضعیت په همدې ډول وي او هغه ناوړه تبلیغات چې د غور په مرکز کې روان دي دا په جدي توګه کولای شي چې بالاخره وضعیت لا د اندېښنې وړ کړي.»

په داسې حال کې چې د کندوز او غور په څېر ولایتونو کې دا پوښتنه رامخې ته کېږي چې ولې په دغو سیمو کې د ناامنیو د جرړو د اېستلو لپاره لوی پوځي عملیات نه ترسره کېږي؛ خو ولسمشر غني په دې تړاو بل ډول نظر لري:«دا چې موږ سوله منو او غواړو چې د وینې لار وتړل شي، هغه زموږ له هوډه، زموږ له نیته او زموږ له عقایدو دي خو هېځکله مې ماته نه ده خوړلې.»
 
د ملي دفاع وزارت د دوشنبې پر ورځ وویل چې د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې وروستۍ نا امنۍ بالاخره په دې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په دوو ورځنیو عملیاتو سره پای ته ورسېدې.

 له دې سره همهاله، د کابل په ګاونډ د پروان ولایت چارواکي د دغه ولایت د سیاه ګرد په ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه برید د په شاه تمبولو خبر ورکړی دی. دا برید د یک شنبې پرشپه وشو او په کې د ملي اردو درې سرتېري ټپيان شوي دي.
 
شریک یي کړئ