د هېواد د ولسي جرګې اولسمه دوره د شنبې پر ورځ (د غوايي په ۱۴مه) د کابل استازو له حضور پرته د اداري پلاوي د ټاکلو پر سر په بحث سره پېل شوه.
یو شمېر دغه استازي د کابل له استازو پرته د جرګې د اداري پلاوي د ټاکنو د ترسره کېدو غوښتونکي شول چې دا غوشتنه د ځينو نورو استازو له مخالفت سره مخامخ شوه.
مخالف استازي د جرګې د رییس او اداري پلاوي په ټاکنو کې د کابل د استازو د حضور نشتوالی د اساسي قانون پر خلاف کار بولي.
د ولسي جرګې استازی عبدالرووف انعامي په دې اړه وویل:«د وګړو اساسي حقونو ته باید پاملرنه وکړو. حق ورکول او انتخابول د اساسي قانون د ۳۳ مادې پر بنسټ د هغوی حق دی. کهچېرې د کابل د استازو حق ضایع شي، د دې په مانا دی چې د کابل د خلکو حق ضایع شوی دی.»
د ولسي جرګې بل استازی محمد عالم ساعي هم څرګندوي:«دا به په څرګنده د اساسي قانون تر پښو لاندې کول وي چې د کابل د استازو په نشتون کې، اداري پلاوی وټاکل شيږ زه فکر کوم چې ډېری استازي په دې اند دي چې د کابل استازي د اداري پلاوي په ټاکنه کې ګډون ولري.»
دوی له حکومته غواړي چې د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې ژر تر ژره اعلان کړي.
د ولسي جرګې د ټاکنو اولسمه کاري دوره نهه ورځې وړاندې په درې میاشتني ځنډ سره د ولسمشر غني له لوري پرانستل شوه.
خو د ولسي جرګې د غړو شمېر تر اوسه بشپړ نه دی او د کابل او غزني استازو دې جرګه ته لاره نه ده موندلې.