Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټولو بمونو مور چې په ننګرهار کې غورځول شوی، څه دی؟

د امریکا متحده ایالاتو د ننګرهار په اچین کې د داعش ډلې په وړاندې له یوه«بي جي یو ۴۳» بم څخه کار اخیستی چې د امریکا تر ټولو ځواکمن غیر اټومي بم شمېرل کېږي.

خو دغه بم تر کومې کچې توان لري او څه ډول غورځول کېږي؟

په دغه رپوټ کې،د دغه بم ځانګړنو ته یو نظر اچول شوی دی.

څه باندې ۹ مټر اوږدوالی،یو مټر قطر،څه باندې ۱۱ ټنه چاودېدونکي توکي او ۱۶ مېلیونه ډالره لګښت لري.

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت دغه بم د ټولو غیر اټومي بمومو مور بللی دی.

خو دغه بم چې د ننګرهار په اچین کې د داعش ډلې په وړاندې کارول شوی،څه ډول بم دی؟

بي جي یو ۴۳چې مواب یا«ستره هوايي وسله»نومېږي،له فراشټ سره غورځول کېږي او له خپل پلیټ څخه له جلا کېدو وروسته چټک کېږي.

د بمومو مور له لیرې د اداره کولو وړتیا لري.

دغه بم ځمکې ته د دوه مټرۍ په واټن کې چاودنه کوي او کولای شي پراخه سیمه،ویجاړه کړي.

د ستراتیژيکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز سلاکار مارک کانسین وویل:«دا یوه ځانګړې او درنه وسله ده چې د کارګو الوتکو په واسطه لېږدول کېږي.دغه بم په نېږدې واټن کې،غوږونو او اعصاب ته زیان رسوي او کولای شي سمڅو ته ننوځي.عادي وسلې نه‎شي کولای چې په سمڅو کې ډېر وړاندې ولاړ شي.د امریکا متحده ایالاتو یوازې ۱۵ دانې جوړ کړي او یوازې په استثنايي مواردو کې له هغه څخه کار اخلي.»

مواب خلف یو بل امریکايي بم دی چې د ویټنام په جګړه کې له هغې څخه کار اخیستی شوی وه.

له غوڅونکي بم څخه چې د ۱۵۰ مټره په پراختیا سره د ونو د پرېکولو لپاره په ویټنام کې ور څخه کاراخیستل کېده په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې له هغه څخه په افغانستان کې د ماین پاکونې لپاره کار واخیستل شو.

ایا دغه بم تر دې کچې ځواکمن دی چې وکړای شي نورو هېوادونو ته پیغام ولري؟

د ستراتېژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز سلاکار مارک کانسین وویل:«دا یو اړخیزه اغېزه ده؛خو شک نه‎شته چې سوریې،شمالي کوریا او په ځانګړې توګه داعش دغه پېښه ووینې.هغوی ته د امریکا پيغام دا دی چې په هر ځای کې چې پټ شي او په هرې کچې ځمکه وکیندي،امریکا کولای شي هغوی ته ورسېږي.»

د امریکا متحده ایالاتو هوايي ځواکونو د ټولو غیر اټومي بمومو مور په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې جوړ او یو کال وروسته،هغه یې وازمویه؛ خو دا لومړی ځل دی چې له هغه څخه په جګړه کې کار اخیستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې،د «ټولو بمومو د پلار»په نامه یو بل بم جوړ کړ چې ویل کېږي چې د دغه امریکايي بم څو برابره ځواکمنتیا لري؛خو په رسمي توګه د دغه بم ځواک تأیید شوی نه دی.

شریک یي کړئ