د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وايي چې اسلام اباد په افغانستان کې د سولې او امنیت مسوولیت په غاړه نه شي اخیستی.
هغه زیاتوي چې امریکا به په افغانستان کې له جنګېدو سره بریالۍ نه شي او په دغه هېواد کې ۱۶ کلنه جګړه ښيي چې د حل لاره د سولې خبرې اترې دي.
دا څرګندوې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا دفاع وزیر جېمز مټیز د چهارشنبې په ورځ کابل ته په سفر کې وویل چې د واشنګټن نوې تګلاره د پاکستان لپاره به یوه موکه وي ترڅو په دغه هېواد کې د ترهګرو د پټنځایونو په اړه اقدام وکړي.
هغه زیاته کړه چې امریکا په دې اړه له پاکستان سره په پرانیسته توګه به خبرې اترې وکړي ترڅو دغه ستونزه حل شي.