Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر له طالب پلاوي سره ولیدل

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو له شپږ کسیز پلاوي سره نن ماښام «سې شنبې د وږي په ۴مه»ولیدل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد خبریالانو ته ویلي دي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل به د بهرنیو چارو وزیر او ملا عبدالغني برادر ترمنځ یو له مهمو بحثونو وي.
              
آزاد خبریال سمیع یوسفزی په دې اړه وویل:«دلته له پاکستاني چارواکو سره ویني او د سراج الدین حقاني او مولوي یعقوب په ګډون له دوو مهمو طالب چارواکو سره به هم وویني.»

خو د پاکستان له لوري د طالبانو بلنه د افغان حکومت له غبرګونونو سره مخ شوې ده؛ د هېواد د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د طالبانو ډلې د سفرونو د محدودېدو؛ د وسلو د بندیز او د مالي سرچینو د کنګل کېدو په تړاو به د پاکستان د سند د عملي کېدو څرنګوالی په کره توګه تعقیب کړي.

خو طالبانو ته نږدې سرچینې وایي چې د دې ډلې غړي د سولې په تړاو د خبرو د دوام لپاره د سفر اجازه لري.

پاکستان ته د طالب پلاوي دا سفر په داسې حال کې کېږي چې د افغانانو ترمنځ خبرو پیلېدل له دوو خنډونو: د طالبانو له لوري د افغان ځواکونو د ۲۲ کمانډویانو او پیلوټانو له نه خوشي کېدو او د شپږو طالب بندیانو په تړاو د اسټرالیا او فرانسې له ملاحظو سره مخ شوي دي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:«په لویې جرګه کې ټولو ګډونوالو مشوره ورکړه چې باید ۴۰۰ طالب بندیان ازاد کړل شي او ولسمشر هم د هغوی د ازادۍ حکم صادر کړ، خو هغوی تراوسه ازاد شوي نه دي.»

بل خوا د ولسي جرګې د بشري حقونو، مدني ټولنې او د ښځو چارو کمېسیون د امریکا کانګرس ته یو لیک لېږلی او په دغه لیک کې یې له امریکا غوښتي چې د سولې په خبرو کې باید د بشري حقونو د بیان د آزادۍ او د لږکیو په برخو کې لاسته راوړنې قرباني نه شي.
            
د ولسي جرګې د بشري حقونو، مدنې ټولنې او ښځو چارو د کمېسیون رییس ناهید فرید وویل:«زموږ اقدام له دې امله وو چې ښځو غوښتل او که چېرې ټاکل شوې وي په دغه بهیر کې کومه قرباني وشي، افغان مېرمنې باید د دغه بهیر قرباني نه وي.»

دا پاکستان ته په رسمي ډول د طالب پلاوي دویم سفر دی. تر دې وړاندې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی د تېر کال په تلې میاشت کې اسلام اباد ته سفر کړی و؛ دا سفر هغه مهال د افغان حکومت له لوري بې پایلې بلل شوی و.

شریک یي کړئ