د افغانستان څخه پاکستان ته تللي لوړپوړي پلاوي تېره ورځ(د غبرګولي۶مه) د پاکستان لوی درستیز سره ولیدل.
د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی او د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک چې تېره ورځ اسلام آباد ته تللي دي، د پاکستان له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او د دې هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره خبرې اترې کړې دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په دې لیدنه کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ په ځانګړي توګه د اعتبار د رامنځته کولو په برخه کې د پاکستان له ابتکار څخه ستاینه وشوه.
ددې راپورونو پراساس، دواړو لورو هوکړه وکړه څو په بیلابیلو په ځانګړي توګه د امنیت د همکارۍ په برخه کې سره ګډې همکارۍ وکړي او داسې پلانونه جوړ کړي چې په دواړو هېوادونو کې تاوتریخوالي او د ترهګرو فعالیتونه کم شي.
ښاغلي اتمر په دې لیدنو کې ویلي دي چې افغانستان له پاکستانه ډېره مثبته تمه لري او هیله لري چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ همکارۍ به په سیمه کې د ټیکاو د رامنځته کیدو لامل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، له پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو لپاره د یکشنبې پر ورځ دغه هېواد ته د عمل پلان په اړه د خبرواترو په موخه اسلام آباد ته ولاړ.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د خپرپاڼې ویلي وو د افغانستان پلاوی د پاکستان د لومړي وزیر په بلنه او د افغانستان، پاکستان او سیمې د امنیتي ستونزو په اړه د خبرو اترو لپاره دغه هېواد ته ځي.
