د پروان ولایت امنیه قومندان محمد زمان مموزي د سېشنبې په ورځ(د غوايي په ۱۹ مه) وویل چې د دغه ولایت د علماوو شورا رییس عبدالرحیم شاه اغا حنفي هغه مهال ووژل شو چې د پروان دارالعلوم په یوه ټولګي کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه وکړه.
په دغې پېښه کې همدارنګه ۶ تنه زدهکوونکي هم ټپيان شوي دي.
د روان کال په لړ کې په پروان کې لومړنۍ چاودنه په داسې ځای کې کېږي چې زدهکوونکي هلته د حدیث او قران زدهکړه کوي.
دغه ماین د دغه دارالعلوم په یوه ټولګي کې تر توشکې لاندې ځای پر ځای شوی وه.د دغې مدرسې ښوونکي د دغه برید په اړه داسې وايي.
ښوونکی، محمد اسماعیل وايي:«دا یو وحشیانه برید وو چې د یوه دیني عالم پر وړاندې ترسره شو. دا برید په سخته غندو.»
په دغې پېښه کې د پروان ولایت د علماوو رییس او یو بل زدهکوونکی ووژل شو.
زدهکوونکی، صدیقالله زیاتوي:«نوی مو درس پیل کړی وه چې د چاودنې غږ شو او خونه تیاره شوه. ټولو الله اکبر نارې کړې موږ فکر وکړ چې اوس مو په ډزو ولي. ټول راووتو خو استاد رونه وت.»
د دغې مدرسې زدهکوونکي دغه برید د اسلامي لارښوونو په خلاف بولي.
بل زدهکوونکی، وحیدالله څرګندوي:«هرې ډلې چې دا کار ترسره کړی دی، د اسلام دښمن دی. دا کار اسلام او دین خلاف دی.»
د دغې مدرسې زدهکوونکې چې په دغه برید کې ټپيان شوي دي د چاریکار ښار په یوه روغتون کې بستر دي.
د پروان ولایت امنیه قومندان وايي چې مولوي عبدالرحیم شاه اغا حنفي په ځلونو د طالبانو لهخوا ګواښ شوی وه،خو تراوسه د دغې پېښې مسؤولیت چا نه دی منلی.
د پروان امنیه قومندان، محمدزمان مموزی وايي:«څو ځله یې مولوی ته زنګ وهلی او ګواښ یې کړی. په دغه خونه کې چې دی ووژل شو دوه تنه د ورځې او دوه هم د شپې لخوا ګمارل شوي وو چې ساتنه یې وکړي. اوس دا څلور تنه نیول شوي دي او پوښتنې ترې روانې دي.»
د پروان ولایت عالي دارالعلوم، د دیتي زدهکړو یو نیمه عالي روزنیز بنسټ دی چې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې کار کوي او کابو دوه زره زدهکوونکي لري.
ولسمشر غني هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه پېښه په کلکه غندي او دغه کړنه غیرانساني او اسلامي بولي.
بل لور پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په کلکو ټکو سره دغه پېښه غندي او دا د افغانستان د دښمنانو کړنه بولي.