Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پکتیا یوه جومات کې د بریدونو په اړه غبرګونونه

ولسمشر غني د پکتیا ولایت په مرکز، ګردیز د خواجه حسین جومات کې پرله پسې بریدونه چې په کې ۳۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ، غندلي دي.

تېره ورځ(جمعه د زمري۱۲مه) د پکیتا ولایت په مرکز ګردیز ښار په خواجه حسن سیمه کې د صاحب الزمان پر جومات دوه ځانمرګو بریدګرو برید کړی چې په پایله کې یې دېرشو لمونځ کوونکو ژوند له لاسه ورکړی او کابو ۸۱ تنه نور ټپيان دي چې کورنیو چارو وزارت د ۲۰ ټپیانو حالت د اندېښنې وړ بللی وه. 

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله په سختو ټکو د برید غندلو ترڅنګ زیاته شوې ده:«ولسمشر غني د دې جنایتکاره او اسلام ضد عمل د سخت غندلو ترڅنګ زیاتوي د تروریستانو له لوري پر ملکي وګړو او جوماتونو بریدونه چې له اسلامي او انساني ارزښتونو سره په ټکر کې دي ‎، یو ځل بیا يې د دوی پلید ماهیت څرګند کړ.»

ولسمشر زیاته کړې ده چې ترهګرو دا ډول جنایتکارانه کړنې زموږ د ولسونو ترمنځ مذهبي تفرقه نشي رامنځته کولی، ځکه د افغانانو په منځ کې مذهبي یوووالی او زغم د اسلامي هېوادونو په کچه بې ساری دی او د نظرونو یووالی به  تلپاتې وي.

په همدې حال کې افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي دفتر(یوناما) د خبرپاڼې په خپرولو سره دا برید غندلی دی او ویلي دي چې د برید سیمې ته نېږدې کورنو کې ښځو او ماشومانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو ویلي دي:«دا برید چې ملکي وګړي پکې په نښه شوي، هیڅ ډول د توجیه وړ ندی. هغوی چې ددې برید په ترسره کولو کې یې مرسته کړې، حتمآ به عدالت ته راکاږل شي او ورسره به حساب وشي.»

خبرپاڼه کې راغلي دي:«د جوماتونو په تېره بیا د اهل تشیع د مذهبي ځایونو په وړاندې د نن ورځې برید پخپل ذات کې نوی دی. نړیوال بشردوستانه  د قصدي بریدونو ممناعت کوي. او له ښکېلو ، قوانین د ملکي وګړو او د هغوی د ملکیتونو په وړاندې د عبادت ځایونو په شمول اړخونو څخه په ځانګړې توګه غوښتنه کوي چې د مذهبي خلکو سره د دوی د چارو په ترسره کولو کې مرسته وکړي.»

یاماموتو زیاته کړې ده:«د لمونځ کونکو په وړاندې دا بېرحمه او بې منطقه بریدونه جنایت دی، دا ډول بریدونه چې د لمونځ کونکو او د نړیوالو قوانینو څخه جدي سرغړونه ده چې جنګي جنایت ګڼل کېږي، عبادت ځایونو په وړاندې کېږي.»

په همدې حال کې د پېښې شاهدان وايي چې ځانمرګو بریدګرو لومړی د دغه جومات ساتونکي په ډزو سره وژلي او وروسته جومات ته ننوتلي دي. د هغوی په وینا، بریدګرو پر لمونځ کوونکو د ډزو ترڅنګ، لاسي بمونه هم غورځولي دي او وروسته یې ځانونو ته چاودنه ورکړې ده.

تېره ورځ جمعه د پکتیا په ګردیز ښار کې دوو ځانمرګو بریدګرو جومات کې خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه

شریک یي کړئ