Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د چین ووهان کې د سیلانۍ بهیر له سره پیل شو

وروسته له کابو لسو میاشتو د چین په ووهان ښار کې د سیلانۍ بهیر له سره پیل شوی او ډېری چینایان له نورو برخو د یاد ښار لیدو ته ورځي.

ووهان لومړۍ ښار وو چې په کې د ۲۰۱۹ زږدیز کال په وروستیو کې د کرونا ویروس لومړۍ نښه ثبت شوه.

د چین له ووهان ښار وروسته د کرونا ویروس په چټکی سره د نړۍ  نورو هېوادونو ته خپور شو.

په دغه ښار کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله کابو څلور زره کسان مړه شول چې د چین په کچه یې ۸۰ سلنه مړینه جوړوله.

اوس چې په نړۍ کې د کرونا ویروس له خپرېدو کابو لس میاشتې تېریږي، نړۍ کې یې د ټولو قربانیانو شمېر ۸۶۸ زره او ۸۱۰ ته رسیږي.

همداراز نړۍ کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۶ میلیونه ۳۰۹ زره او ۷۱۱ ته رسیږي.

شریک یي کړئ