Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د روغتیا نړیوال بنسټ څېړونکو ډله ووهان کې یوه ازمایښتځي ته ورغله

د روغتیا نړیوال بنسټ د څېړونکو یوه ډله نن (چهارشنبې د سلواغې په ۱۵مه نېټه) د چین ووهان ښار یوه ازمایښتځي ته ورغله، چېرې چې ګمان کیږي د کرونا ویروس له دې ځایه په لومړۍ ځل خپور شوی وي.

دغې ډلې ویلي دي چې د دغه مرکز له ټولو غړو او مسوولینو سره به خبرې وکړي او ترې به مهمې پوښتنې وکړي.

که څه هم ډېرو پوهانو دا تیوري چې ګڼې د کرونا ویروس به له دې ازمایښتځي څه خپور شوی وي، ردوي، خو ځیني یې بیا پر څېړنې ټینګار کوي.

دوی وايي هغه مرکز کې چې په کې پر څارویو څېړنه کېده، ښایې ترې د کرونا ویروس خپور شوی وي.

د کرونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه د تېر زیږدیز کال په جنوري میاشت کې په ووهان ښار کې ثبت شوه.

اوس مهال نړۍ کې په کورنا ویروس نېږدې ۱۰۴ ملیونو کسان اخته دي او له دوو میلیونو او ۲۵۳ زرو ډېر کسان یې له کبله مړه شوي دي.

دا ازمایښتځای له هغو برخو بلل کیږي چې ویل کیږي د کرونا ویروس ښایې ترې خپور شوی وي

شریک یي کړئ