Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ډاکټر عزت الله کورنۍ:ترهګر باید له منځه ولاړ شي

د کابل په وروستي برید کې ۲۵ کلن ډاکټر عزت الله هم خپل ژوند له لاسه ورکړ. نوموړي درې میاشتې وړاندې د پوهنتون له فراغت سره سم واده وکړ.

د عزت الله کورنۍ وایي عزت الله په سردار محمد داوود خان روغتون کې له دوو ورځو عملي کار وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ.

 اخوا یو شمېر دیني عالمان پر روغتیايي مرکزونو برید په کلکه غندي. د عزت الله د دنګې ځوانۍ پر ړنګ شوي جسد خاورې اړول کېږي.

۲۵ کالن ډاکټر عزت الله صدیقي د چهارشنبې پر ورځ په کابل کې د سردار داود پر روغتون برید کې په نښه شو او اوس یې جسد دلته جلال اباد ښار کې خاورو ته سپارل کېږي.

هغه تزه په لوړو نومرو له ننګرهار طب څخه فارغ شوی و او دوه ورځې یې کیدې چې یاد روغتون کې یې عملي چارې پیل کړې وې.

تر ټولو دردونکې یې دا یادېږي چې عزت الله له خپلې یوې ټولګیوالې سره درې میاشتې وړاندې واده کړی و، هغه ژوند کې د لویو هدفونو لپاره مبارزه کوله.

دلته چې د ټولو پر څېرو ویر خپور دی، دیني عالمان په خپلو ویناوو کې د کابل وروستی برید له اسلامي ارزښتونو خلاف عمل بولي.

ډاکټران او روغتیايي مسوولین روغتونونه له سیاسي بهیرونو جلا بولي او هر ډول بریدونه پرې د نړیوالو اصولو سره ټکر کې ګڼي.

شریک یي کړئ