د طلوع نیوز خبریالان هر یو تمیم حمید او عبدالحق عمري وايي چې د «بادشاه خان» کلي ته د تګ لپاره هغه کلی چې د خوست ښار په ۳۰ کیلومټرۍ او د ګرُبز ولسوالۍ په یوې برخه کې پروت دی، باید له هغې لارې ولاړ شو چې د غلام خان پر بند (د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریز بندر) ختمېږي.
خو د غلامخان بندر په څو کیلومټرۍ کې، د افغانستان پوله ساتونکي د طلوع نیوز خبریالانو ته وايي چې د دغې لارې په اوږدو کې پاکستاني پوځيان حضور لري او د رپوټ چمتو کولو لپاره باید له هغوی هم اجازه واخلو.
اړ کېږو چې بېرته راستانه شو او له بلې ستونزمنې لارې چې د سیمې یوه اوسېدونکو موږ ته وښوده د بادشاه خان کلي ته ولاړ شو.
د بادشاه خان کلی د غونډیو پر سر یو کلی دی چې کابو ۴۰ کورنۍ په کې مېشتې دي. د دغه کلي شاوخوا پاکستاني پوځيانو په اغزنو مزو پوښلي دي.
خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې له دې مخکې د دغه کلي خلک ډېر وو، خو د پاکستاني پوځيانو لخوا د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن مزي له غځولو وروسته د نورو ستونزو د رامنځته کېدو سربېره هغوی د اغزن مزي هغې غاړې ته ګیر پاتې شول.
د سیمې بوډا اوسېدونکی نورمحمد په دې اړه وايي:«موږ لوی کلی درلود! کابو څلوېښت تر پنځوس کورنۍ هغې خوا ته پاتې دي. یوازې دېرش کورنۍ دې خوا پاتې دي. دا زموږ لپاره لویه ستونزه ده. د بېلګې په توګه کله چې یو ورور هغې غاړه کې مړ شي. ورور یې دې خوا دی او نه یې پرېږدي چې د خپل ورور د جنازې مراسمو ته ولاړ شي.»
د دغه کلي ۳۵ کلن اوسېدونکی نیازولي په دې اړه د خپلو مشرانو څخه اورېدلي ځکه دی له افغانستانه بهر کارګر وو.
هغه زیاتوي:«پلار مې شپږ وروڼه دي، درې یې هغې خوا او درې یې دې خوا پاتې دي. ټول تګ راتګ او هغه دودونه مو چې لرل پرې شوي دی.»
د کلي خلک موږ د یوه بوډا او بوډۍ کور ته ورولي چې زامن او کورنۍ یې د اغزن مزي هغې غاړې ته ګیرپاتې دي او څه باندې دوه کاله کېږي چې مور او پلار یې هغوی نه دي لیدلي.
د ماشومتوب څخه تر ځوانۍ او عاشوقی څخه نیولې تر واده او زړښت یې په دغه کلي کې تجربه کړی.
نوي کلنه شینکۍ د خبرو کولو توان هم نه لري خو تمه لري چې خپل ځامن وویني دا ۸۷ کلن خاوند یې په دې تمه تراوسه ژوندي پاتې دي.
دوه ځامن یې په عربي هېوادونو کې مزدورۍ ورڅخه جلا کړي خو یو بل زوي یې د لس کسیزه کورنۍ سره یې اغزن مزي بېل کړی دی او اوس د ډیورنډ ګرښې هغې غاړې کې ژوند کوي.
شینکۍ نور د خبرو وس نهلري او تر ډېره په اشارې سره خپل هدف موږ ته رسوي. خاوند یې هم له موږ سره خبرو ته لېوالتیا نهلري. هغه په لومړي سره کې فکر کوي چې موږ د اغزن مزي له هغې غاړې راغلي یوو او پاکستانیان یوو.
خو بالاخره ارسلاخان حاضر شو چې له موږ سره خبرې وکړي هغه وویل:«څه ووایم چې څوک افغانی دی او څوک پاکستانی، دا څه کوي او هغه څه کوي! دوه نیمه کاله کېږي چې خپل زوی مې نه دی لیدلی.»
بادشاه خان کلی د خوست ښار په سوېل ختیځ لور ته پروت دی او د غلام خان بندر په ګاونډ کې دی خو پر ډیورنډ ګرښه د اغزن مزي غځېدو د دې سربېره چې د دې کلي د اوسېدونکو ستونزې زیاتې کړې او دوی یې دې ته اړ کړي چې خپل ضرورتونه د غلام خان بندر له لارې پوره کړي.
هغوی له همدې لارې، خپل ماشومان خصوصي ښوونځيو ته استول او همدارنګه خپل ناروغان یې روغتونونو ته بیول؛ خو اوس ټول دغه ښوونځي او روغتیايي مرکزونه د اغزن مزي هغې غاړه کې دي او د بادشاه خان او غلام خان سیمو اوسېدونکي له دې اړخه له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
پاکستاني پوځیانو د ۱۳۹۷ کال په غبرګولي میاشت کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن مزي پر غځولو پیل وکړ، د پاکستان حکومت هغه مهال اعلان وکړ چې دا کار د امنیت د تامین لپاره کوي.
د ډیورنډ مرز چې ۲۴۰۰ کیلومټره اوږدوالی لري، چې افغان حکومت هغه په رسمیت نه پېژني له همدې امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ تل شحړې شتون لري.