Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ډیورنډ کرښې اوږدو کې د پاکستاني پوځيانو له رامخته کېدو اندېښنې

د کونړ د څو ولسوالیو اوسېدونکي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو او د دغو ولسوالیو په ځينو کلیو کې د پاکستاني پوځيانو له رامخته کېدو او د پوستو له جوړېدو خبر ورکوي.

ډېری دغه مخته تګ د کونړ ولایت په خاص کونړ او سرکاڼو ولسوالیو کې شوی دی.

د دغو ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې پاکستاني پوځيانو حتا، د دغو ولسوالیو ځينې برخې د اغزن سیم په کاږلو سره جلا کړې دي.

ورته مهال، ځينې سندونه د دې ښودونه کوي چې څلور کاله مخکې هم، له کونړ ولایت څخه یوه پلاوي، په یوه رپوت کې دغو ستونزو ته نغوته کړې وه، خو روښانه نه ده چې ولې د پاکستان د دغه کار مخه ونه نیول شوه.

هغه انځورونه چې د کونړ څو ولسوالیو ته د طلوع نیوز د خبریال د سفر پر مهال اخیستل شوي د دې ښکارندويي کوي چې د دغو ولسوالیو په ځینو برخو کې د پاکستانیو ځواکونو له لوري د اغزن مزو د غځولو لمن، آن د افغان ځواکونو د پوستو تر څو مترۍ پورې رارسېدلې ده.

د کونړ د ولایتي شورا غړی محمد دین صافی وايي:«د دې په نامه چې موږ دلته یوه ګډه اډه جوړوو چې افغانستان، پاکستان او امریکایان دلته دي. او باید دښمنان تعقیب کړو، او د هغوی په وړاندې ګډ عملیات ترسره کړو. په همدغه نوم زموږ خاورې ته راننوتلي دي او تاسیسات یې کړي دي چې تاسې یې دلته وینئ اغزن مزي هم دي.»

د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ ناوه کلی! یو له هغو ځایونه دی چې، د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پاکستاني ځواکونه رامخته شوي دي.

په دغه کلي کې ویجاړۍ هم له هغو کورونو راپاتې دي چې د دغه کلي د اوسېدونکو په وینا په وروستیو کلونو کې د پاکستانیو ځواکونو د توغنديي بریدونو ښکار شوي دي.

د دغه کلي اوسېدونکي د سرکاڼو ولسوالۍ د شاوخوا لسو ځایونه نومونه اخلي چې اوس د پاکستانیو ځواکونو له لوري د اغزنو مزو په وسیله نیول شوي او دغه کار په دې ولسوالۍ کې هغه کورنۍ هم سره بېلې کړې دي چې اوس د اغزنو مزو په هاخوا کې پاتې دي.

عبدلودود د سرګاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی یو له هغو کسانو دی چې د دغه بېلوالي کیسه کوي:«هلته (له اغزنو مزو هغې خوا ته نغوته) زما ماماګان دي، ترونه مې دي، له دې مخکې چې اغزن مزي وغځول شي، موږ له یو بل سره لیدل، له هغې وروسته اوس مې له هغوی سره نه دي لیدلي.»

په دې اړه سندونو کې لیدل کېږي چې، د ۱۳۹۵ هجري- لمریز کال په غبرګولي میاشت کې هم د کونړ د پوځي او مُلکي بنسټونو یوه پلاوي تر څېړنو وروسته د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستانیو ځواکونو له رامخته کېدو خبر ورکړی و.

د دغه رپوټ له مخې، پاکستانیو ځواکونو په هماغه وخت کې، د دغه ولایت د خاص کونړ، سرکاڼو او مرورې ولسوالیو په څه باندې لسو لویو او وړو سیمو کې څه باندې شل پوستې هم جوړولې. 

د خاص کونړ ولسوالۍ اوسېدونکی محمد ګلاب وايي:«دا د دې لپاره وشو چې حکومت بې پروايي وکړه او خلک یې په میدان پرېښودل او له هغوی یې ملاتړ ونه کړ. پایله همدا شوه چې نن موږ او تاسې وینو چې اغزن مزي هم غځول شوي دي، سړک هم جوړ شوی او تاسیسات هم شوي دي.»

په داسې وضعیت کې، د هېواد په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو قومندان ټینګار کوي چې، ځواکونه یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې هېڅکله هم پاکستاني ځواکونو ته د پرمختګ اجازه نه ده ورکړې.

په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو قومندان محمد ایوب حسین خېل وویل:«هڅه کوو چې په ډيپلماټيکه توګه دغه اندېښنې چې خلک یې لري حل کړو.»

د کونړ ولایت شاوخوا سل کیلومتره سیمه د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پرته ده.

په کونړ ولایت کې تل د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ شخړې رامنځته شوې دي او دغه ولایت په وار وار له هغو سیمو چې د پاکستاني ځواکونو تر کنټرول لاندې دي، تر توغندويي بریدونو لاندې راغلی دی.

شریک یي کړئ