یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي د طالبانو لخوا درې تنه نېول شوي افغان سرتېري د یادې ډلې لخوا په بې رحمۍ سره وژل شوي دي.
دغه سرچینه نن(پنجشنبې د زمري په ۲۳مه نېټه) څرګندوي چې دغه درې سرتېري د پوځ ۱۱۱ فرقې پورې تړاو درلود او د کابل خاک جبار ولسوالۍ کې له طالبانو سره تر نښتې وروسته د یادې ډلې لخوا اسیر شوي وو.
په همدې حال کې د یوه سرتېري د کورنۍ غړي وايي چې د سرتېري سر پرې شوی وو.
ّپه همدې حال کې بلخ ولایت کې له طالبانو سره نښته کې ۴ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د والي ویاند، عادل شاه عادل وايي چې نښته تېره شپه د بلخ ولسوالۍ تیمور سرای کلي کې شوې او پایله کې ۸ طالب وسله وال هم وژل شوي دي.
دفاع وزارت وايي چې تره ورځ وسلهوالو ترهګرو د پکتیکا ولایت د زیړوک ولسوالۍ ته په غزيدلي لاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو په اکمالاتي کاروان برید کړی چې د افغان ځواکونو ځوابي برید کې د یادې ډلې ۸ غړي وژل شوي او ۴ یې ټپیان شوي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.