د کورنیو چاو وزارت چارواکي وايي، د کابل ښاره زړه کې شهر نو سیمه کې د تمیم شنسب له وسلهوالو سره پیل شوې نښته پای ته ورسېده.
دغه نښته چې د امنیتي ځواکونو او شنسب د ساتونکو تر منځ تېره ورځ (سه شنبه، ماسپښين) مهال پیل شو، شاوخوا شل ساعته يې وام وکړ، چې په اوږدو کې يې یو پولیس وژل شوی او د یو خبریال په ګډون شپږ پولیس نور ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش طلوعنیوز ته وویل، تمیم شنسب له خپلو ۱۳ وسلهوالو سره یو ځای نیول شوی دی.
هغه وویل: «ټول ۱۸ تنو په دې کور کې ځای نیولی و، چې پنځه تنه يې تېره ورځ ونیول شول او ۱۳ تنه يې نن له درنو او سپکو وسلو سره ونیول شول.»
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي تېره شپه طلوعنیوز ته وویل، چې د تمیم په نوم یو تن چې سوداګر دی، د عبدالله د زوی اسدالله کور غصب کړی و.
هغه زیاته کړه: «اسدالله عریضه کوي، چې تمیم کور غصب کړی، درې سره محکمې حکم کوي چې غصب شوی، امنیتي ځواکونه د محکمې د حکم د تطبیق په موخه ځي، دا د پولیسو دنده ده چې احکام تنفیذ کړي خو د تمیم وسلهوال پرې ډزې کوي.»
رحیمي وايي میاشت وړاندې تمیم ته ویل شوي و، چې باید کور تخلیه کړي، خو لا يې هم کوم اقدام نه و کړی.
رحیمي وویل:«میاشت مخکې ورته وايي چې میاشت کې باید کور تخلیه شي، چې نن ورځي، د هغه وسله وال پرې برید کوي.»
نوموړي د تمیم د پېژندنې او دا چې هغه دومره وسلې له کومه کړې، څه ونه ویل، خو ويې ویل چې هغه یو سوداګر دی او دوی به ډېر ژر د نامسووله وسلهوالو پر ضد جدي ګام واخلي.