Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کرونا ویروس؛ ځينې هېوادوال له چین څخه هېواد ته راستانه شوي

چین کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره ځينې افغان وګړو چې د چین په بېلابېلو ښارونو کې ژوند کاوه، بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

که څه هم د چین او افغانستان ترمنځ مستقیمې الوتنې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو له امله درول شوې دي، خو افغان وګړي په غیر مستقیمو الوتنو کې هېواد ته راستانه شوي دي.

بلخوا له چین څخه د راستېندونکو په منځ کې د افغان زده کړیالانو نومونه هم لیدل کېږي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په چین کې د ۶۲ افغان زده کړیالانو د راستنېدو په اړه څو بیړنۍ غونډې لرلې دي.

په چین کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره، تراوسه په دغه ویروس ککړ ۲۵۹ تنه مړه شوي او کابو ۱۱ زره او ۷۰۰ تنه نور په دغه ویروس ککړ دي.

شبیر احمد احمدي له خپلې مېرمنې او یوه ماشوم سره یو ځای د چین له شانګهای ښاره راغلی هغه وايي:«د کرونا ویروس له ووهان وروسته په بیجینګ کې ډېر دی. چانچینګ یو له هغو ښارونو دی چې هلته شتون نه لري او همدارنګه شانګهای هغه بل ښار دی چې د کرونا ویروس هلته هم خپور شوی دی.»
 
د عامې روغتیا وزارت د کابل په هوايي ډګر کې څارونکې ډلې مشخص کړې دي.

د شبیر مطرمن ظاهره وايي چې، دوی په چین کې ژوند کاوه؛ خو په دغه هېواد کې ځانګړي روغتیايي وضعیت دوی اړه کړل چې هغه هېواد پرېږدي.

هغه زیاتوي:«ډېری وخت موږ په کور کې وو او نه شی مو کولای چې په ازاده فضا کې بهر شو او د لمر له وړانګو تر ډېره لیرې وو.»

سید کاظم احساني بل افغان وګړی دی چې له چین څخه راغی هغه هم وايي:«د جدې په هوايي ډګر کې موږ دا څيزونه (روغتیايي څار) ونه لید او همدارنګه د دوبۍ په هوايي ډګر کې هم په دې اړه له موږه چا پوښتنه ونه که.»

د کابل په هوايي ډګر کې د ټولو مسافرو د بدن تودوخې درجه څېړل کېږي.

خو د ډاکټرانو په وینا له دغه ویروسه د خوندیتوب لپاره تر ټولو ښه لاره، د پاکۍ ساتل او د بدن د معافیت لوړول.

ډاکټر الله محمد نوري په دې اړه زیاته کړه:«له ترمامټر سره، د مسافرو تبه اندازه کوو. له هغوی پوښتو چې ایا ټوغی لرئ؟ساه بندي لرئ؟ ذکام او والګۍ لرئ؟»

له ۳۹ درجو څخه د بند تودخې لوړوالی د دغې ناورغۍ یوه احتمالي نښه ده.

د عامې روغتیا وزارت وايي لا تر اوسه په افغانستان کې د دغه ویروس له امله هېڅ یوه پیښه نه ده ثبته شوې.

شریک یي کړئ