د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې(دوشنبې د غبرګولي۸مه) راغلي دي چې دهرات ولایت کشککهنه لپاره د طالبانو لخوا نومول شوی ولسوال، کاکړ وژل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې یاد ولسوال د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې له خپلو څو ملګرو سره وژل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې د عامه نظم دې عملیاتو کې د کاکړ په ګډون درې نور وسلهوال وژل شوي.
ویل شوي چې یو شمېر وسلې هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
همداراز تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ننګرهار، لوګرو، غزني، تخار او پکتیکا ولایتونو کې ۲۴ تنه ترهګر وژل شوي او یو شمېر وسلې هم افغان ځواکونو ترلاسه کړي دي.