په داسې حال کې چې د قلعه زال والسوالۍ د طالبانو په لاس کې د کندز ښار په شاخوا سیمو په ځانګړي توګه د کندز ـ خان اباد لویه لار د وسلهوالو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د درنو جګړو شاهده ده، اخوا ملي دفاع وزارت وایي چې له دغو سیمو نه د طالبانو د شړلو لپاره هڅې روانې دي.
محمدامان چې د کندز باغمیر سیمې څخه د جګړې له امله څو ځله له خپلې کورنۍ سره بې ځایه شوی، له دې امله نور له ژونده په تنګ شوی دی.
دی وايي:«پر کور مو ګولۍ او توپ ولیګېدل. یو لوری د طالبانو په لاس کې دی او بل لوری د دولت. یا ده یې دولت ونیسي او یا هم طالب چې موږ بېغمه شو.»
بيبي ګل هم د کندز ولایت درېورځنۍ جګړې په اړه داسې وايي:«نه کار شته او نه هم عاید، له کوره لیري محتاجه پاتې یوو.»
له بلې خوا یو شمېر افغان پوځیان چې د کندز او خان آباد پر لاره د طالبانو پرخلاف جنګیږي په تلیفوني اړیکه کې دوی ته د مرستندویه ځواکونو پر نه رسیدو نیوکه کوي.
د ملي اردو سرتېري، رحیمالله طلوعنیوز ته وویل:«درې څلور ورځې کېږي چې موږ ته وايي مرسته درسيږي؛ خو تر اوسه کومه مرسته موږ ته نه ده رسېدلې.»
خو هغه پوځیان چې په کندز ښار کې فعالیت لري د ښار شاوخوا پوستو ته د مرستې د رسولو خبره کوي.
د عامه نظم لوا رئیس ارکان، محمد رحیم کوهدامني وايي:«موږ ونه توانېدو چې د لارو په اوږدو کې پرتې پوستې د شپې مهال اکمال کړو.»
سره له دې د کندز اوسیدونکي چې د خپل ولایت د امنیتي وضعیت په اړه انديښنه لري، له امنیتي ادارو غواړي دغو ناخوالو ته د پاي ټکی کیږدي.
د کندز اوسېدونکی، صاحب خان څرګندوي:«د کندز څلور لوري کلابند دي؛ خلک په اندېښنه کې دي چې نن به د کندز ښار نسکورېږي او سبا.»
د کندز بل اوسېدونکی، رحمت زیاتوي:«له دولت څخه غوښتنه کوم چې یوه لاره چاره ولټوي تر څو کندز بیا ستونزو سره مخامخ نشي.»
له دې سره سره ملي دفاع وزارت په کندز کې له نیول شویو سیمو د طالبانو د شاتګ لپاره د هڅو پر دوام ټینګار کوي.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال، محمد رادمنش وايي:«جګړه په قلعهزال ولسوالۍ کې ده او موږ هوډ لرو چې دا ولسوالۍ له دښمن څخه پاکه کړو.»
خو ولې کندز په تیرو دوو کلونو کې له تاوتریخوالي سره مخامخ و؟
یو شمېر هغه کسان چې ددغه ولایت په اړه ډیر مالومات لري، د هېواد په دې سیمه کې د قاچاق وړونکو په تیره بیا د وسلو د قاچاق کونکو د فعالیتونو زیاتوالی په کندز کې د ناامنیو د پراختیا اصلي لامل ګڼي.
د افغانستان د والیانو ټولنې غړی، عبدالکریم هاشمي په دې باور دی:«قومندانان وسلې پلوري، لاس په لاس کېږي تر عربي هېوادونو پاکستان او د هند تر پولو پورې رسېږي. د نشهيي توکو د قاچاقو لویه لاره ده د سګرټو او الکولي څښاکو.»
په کندز کې جګړه هغه وخت زیاته شوه چې ددې ولایت قلعه زال ولسوالي له څو ورځنۍ جګړې وروسته د شنبې په ورځ د طالبانو لخوا ونیول شوه.
افغان ځواکونه چې له قلعه زال څخه وتلي وايي دغې ولسوالۍ ته د پوځي مرستو نه رسیدل د قلعه زال د سقوط لامل و.