Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کندز-تخار لویه لاره د نښتو له امله د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه

په کندز کې ځايي چارواکي وايي چې د کندز- تخار لویه لاره له هغې وروسته د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه چې طالبانو نن ګهیځ(جمعه د غوايي په ۱۵ مه) د دغې لویې لارې په څو برخو برید وکړ.

د خان اباد ولسوال حیات الله امیري په دې اړه طلوع نیوز ته وویل چې د دغې لویې لارې په اوږدو کې د پولیسو پر پوستو د طالبانو بریدونه په شاتمبول شوي دي، خو د طالبانو او پوځيانو ترمنځ نښته دوام لري.

په همدې حال کې، د کندز د ولایتي شورا یو شمېر غړي او اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت د امنیتي وضعیت په اړه سخت اندېښمن دي.

هغوی طلوع نیوز ته وايي چې په دغه ولایت کې یو ځل بیا ناامنۍ زیاتې شوې دي او ترهګر هڅه کوي چې د کندز پر ښار برید وکړ.

د کندز اوسېدونکي ګواښ کوي که‎چېرې د دغه ولایت وضعیت ته پاملرنه ونه‎شي کندز به د درېیم ځل لپاره د طالبانو لاسته ولوېږي.

هغوی ځايي او مرکزي اداره په عوام غولونې تورن وي او ټینګار کوي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د دغه ولایت امنیتي وضعیت خبرابېږي، خو چارواکي په دې اړه هېڅ پاملرنه نه کوي.

د کندز ولایت د هېواد په شمال کې یو له ناامنو ولایتونو څخه دی چې د یو نیم کال په اوږدو کې، د هغه ځینې سیمې د کندز د مرکز په ګډون د طالبانو لاسته لوېدلی دی.

شریک یي کړئ