په کندز ولایت کې یو شمېر افغان ځواکونه وايي چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د ولایت مرکز ته نېږدې نښتې روانې دي.
دا ځواکونه څرګندوي چې د کندز-تخار لاره د پنځو ورځو راهیسې د تګ راتګ پر مخه تړلې ده او د لارې په اوږدو کې د عامله نظم پولیسو څلور تر پنځو پورې پوستې د طالبانو په کلابندۍ کې دي.
افغان ځواکونه خبرداری ورکړي، که چېرې ورته ژر مرستندویه ځواکونه ونه رسېږي ښاېې دا سرتېري اسیر شي.
د طلوعنیوز خبریال، کریم امیني وايي چې طالبان له ښاره ۱۵۰ متره لیري په چرخاب سیمه کې دي.
د کندز ګارنیزوین قومندان، مجاعد عظیمي وویل:«هر پرمختګ سره یوه جلسه نیسي، جګړه خو په جلسې نه کېږي.»
همداراز د لویو لارو ډلګۍ مشر، رحمتالله زیاتوي:«له درې ورځو راهیسې له دښمن سره په نښته کې یوو. له ۱۰۰ تر ۱۵۰ متري کې په چرخاب سیمه کې دي د خلکو په کورنو کې یې ځای نیولی دی. له هغه ځایه پر موږ ډزې کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې دوشنبې پر ورځ د امنیتي ځواکونو پر بېپرېوالي نیوکه وکړه.
کندز کې وروسته له هغې نښتې زیاتې شوې چې د قلعهزال ولسوالۍ د طالبانو لاسته ولوېده، اوسمهال افغان ځواکونه له دې ولسوالۍ وتلي او ايي چې د پوځي مرستې نه رسېدو دا ولسوالۍ نسکوره شوه.