Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کندهار غونډه د نور او باتور له شتونه پرته ترسره شوه

له دوره ورځو ځنډ وروسته بالاخره د حکومت سیاسي مخالفینو، د عطا محمد نور او باتور دوستم له حضوره پرته نن غونډه ترسره کړه.

په دغې غونډه کې د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل، په حکومت کې ځینې کسان یې په سیمه کې له استخباراتي او ترهګرو شبکو سره په همکارۍ تورن کړل.

ښاغلي نبیل په دې اړه څرګنده کړه:«په حکومت کې ځينې کړۍ شته چې له ای اس ای، له سپاه قدس (ایران) له نورو استخباراتو او حقاني شبکې سره چې په زرګونه ولسي وګړي یې په افغانستان کې وژلي دي، له هغوی سره د پردې تر شا خبرې کوي.»

انور الحق احدي، د دغې غونډې یو له جوړونکو څخه په حکومت کې پر پراخ فساد نیوکه کوي او په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د اصلاحاتو پر راوستو ټینګار کوي.

هغه زیاته کړه:«زموږ قضايي محکمه خپلواکه نه ده، زموږ د ټاکنو کمېسیون خپلواک نه دی، حتا زموږ بانک هم خپلواک نه دی، څارنوالي هم.»

ټاکل شوې وه چې دغه غونډه د بلخ والي د عطا محمد نور او د جنرال دوستم زوی او د غورځنګ ګوند سرپرست باتورخان له حضور سره د جمعې په ورځ جوړه شي، خو هغه مهال چې دغو دواړو غوښتل د بلخ د مولانا جلال الدین بلخي له هوايي ډګره کندهار ته ولاړ شي، الوتکې ته یې اجازه ورنه کړل شوه.

له هغې وروسته د هوا پېژندني اداري له لوري له پلمې سره کندهار ولایت ته د دوی د راتګ مخنیوي کړی وه. چي ویل کېږي د پنج شنبي په شپه هم یادي اداره د دوی د راتګ مخنیوی کړی وه.

د جنبش ګوند ویاند بشیراحمد ته‎ینج وویل:«ایا ولسمشر غني ته لازمه نه ده چې له خپل لومړي مرستیال سره چې په ترکیه کې دی، د موضوعګانو په اړه خبرې وکړي.»

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون هم څرګنده کړه:«زموږ ټولو د راغونډېدو موخه، دا ده چې فساد خپل اوج ته رسېدلی، قانون نه پلی کېږي.»

د یادي ناستي جوړونکي وايي: د ملي یوالي د حکومت په ټولو چارو کي باید اصلاحات را منځته سي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه