Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کندهار په پېښه کې حکومت پر پټوونو تور شو

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د کندهار والي په مېلمستون کې د بریدونو په اړه د څېړنو په پایله کې یې مهمې نښې ترلاسه کړې دي، خو دا پېښه لا ډېرې څېړنې ته اړتیا لري.

خو د کندهار ولایت اوسېدونکې په دې آند دي چې حکومت د دې پېښې په اړه د مالوماتو له خپرولو ډډه کوي.

د کندهار ولایتي شورا غړی، سیداحمد سېلاب څرګندوي:«له بده مرغه د څېړنو پایلې خلکو ته روښانه نه شوې او د کمېسیون دا کار خلکو ته د منلو نه دی.»

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت وايي چې د پېښې پچلي‎والي له امله د دوي څېړنو ډېر وخت ونیوه.

 کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي وايي:«هڅه ده چې څېړنې ژر پایته ورسېږي؛ دا چې پېښه لویه وه، وخت نیسي.»

مخګې له دې هم حکومت د پېښو څېړنې په موخه د څېړنو کمېسیونونه ګمارلي، خو پایله یې نه ده ښکاره شوې او همدا لامل دی چې د کندهار ولایت اوسېدونکي یې اندېښمن کړي دي.

د مدني ټولنو رئیس، عزیز رفیعي وايي:«له بده مرغه چې افغانستان کې د کمېسیونو جوړول ناکامه پایله درلوده، د یوه دولتي چارواکي لاس په کې وي نو ځکه یې پایله نه ښکاره کېږي.»
د کندهار د والي په میلمستون کې په برید کې ۱۲ تنه چې د کندهار د والي مرستیال هم پکې شامل وو ۱۸ تنه ووژل شول، په وژل شویو کې څلور تنه یې د د عربي اماراتو دیپلوماتان وو. د اماراتو سفیر او د کندهار والي هم په دې پیښه کې ټپیان شول.

مخګې له دې هم حکومت د پېښو څېړنې په موخه د څېړنو کمېسیونونه ګمارلي، خو پایله یې نه ده ښکاره شوې او همدا لامل دی چې د کندهار ولایت اوسېدونکي یې اندېښمن کړي دي

شریک یي کړئ