اجراییه رییس ویاند مجیب رحیمي نن (سې شنبې د سلواغې په ۱۵مه) وویل چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې د افغانانو ترمنځ خبرو لپاره د یوه ملي او ټول شموله پلاوي جوړېدو غوښتونکی شوی دی.
د اجراییه ریاست ویاند وايي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا رامنځته شوی پلاوی د منلی نه دی او دا پلاوی باید له سیاسي ګوندونو او بهیرونو سره په مشوره جوړ شي.
د اجراییه ریاست ویاند مجیب رحیمي په دې اړه زیاته کړه:«هم د ښاغلي خلیلزاد او هم د ملګرو ملتونو سازمان په ګډون زموږ د نړیوالو ملګرو ټینګار په دې دی چې یو ټول شموله او ملي پلاوی جوړ شي.»
ښاغلي خلیلزاد له ځينې سیاستوالانو سره هم د یوه ټول ګډونه پلاوي پر جوړولو ټینګار کړی دی.
د افغانستان د نوي بنسټ ګوند رییس احمد الله عليزی هم څرګندوي:«د خلیلزاد غوښتنه دا وه چې یو ټول شموله پلاوی جوړ شي چې د ټول افغانستان استازیتوب وکړي څو دغه پلاوی وکړای شي چې په جامع له طالبانو سره مذاکره وکړي.»
خو ولسمشرۍ دفتر وايي له طالبانو سره د مرکچي پلاوي په جوړولو کې له ټولو سیاسي ډلو، ګوندونو او بهیرونو سره مشورې شوې دي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل:«که چېرې ټاکل شوې وي چې ټولې سیاسي خواوو د همکارانو یو اوږد نوملړ ولرو، له شک پرته چې پایلې ته نه رسېږو، دوی دې پر حکومت اعتماد وکړي، خو د مشورې غوښتنې په بهیر کې موږ له سیاستوالانو سره کار کوو.»
که څه هم ولسمشرۍ دفتر د دغه پلاوي د جوړښت او شمېر په اړه څه نه وايي خو تاییدوي چې د دغه پلاوي د غړو شمېر به له شلو کم وي.