د هېواد د عامې روغتیا وزارت تېره ورځ(د وري۱۴مه) وايي، اوسمهال ۶۰سلنه هېوادوال روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري.
خو دا وزارت وايي چې د هېواد په لیري پرتو سمیو کې د روغتیايي مرکزونو له جوړولو سره غواړي دا کچه ۹۰ سلنې ته لوړه کړي.
د عامې روغتیا چارواکي وايي، له تېر کال راهیسې روغتیايي اسانتیاو ته د کلیوالي سیمو د لاسرسي لپاره د ګړندیو هڅو په لړ کې د ۴۰۰ روغتیايي مرکزونو د جوړولو چارې پيل شوي دي.
د عامې روغتیا وزیر، فیروز الدین فیروز په ولایتونو کې د روغتیايي مرکزونو د جوړولو هوکړې په مراسمو کې وویل، دغه وزارت تېر کال په ۱۸ ولایتونو کې ۱۷۲ روغتیايي مرکزونه جوړکړل او سږ کال به هم په ۱۳ ولایتونو کې ۲۰۶ مرکزونه جوړکړي.
د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون په یوه رپوټ کې د عامې روغتیا وزارت ننګونې په ډاګه کړې وې او زیاته کړې یې وه چې د هېواد د روغتیايي په برخه کې د خورا زیاتو پیسو د لګېدو سربېره خلکو ته کېدونکي روغتیايي خدمتونه ښه کیفیت نه لري.
د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون رپوټ کې ویل شوي چې د عامې روغتیا وزارت د مدیریت تر کچې ۲۳ څوکیو کې نالوستي کسان په دنده ګومارل شوي دي.
د رپوټ په یوه برخه کې راغلي دي چې د عامې روغتیا وزارت په ۱۳ زره او ۵۶۲ کارکوونکو کې ۳ زره او ۴۸۵ تنه د دوولسم ټولګي فارغان او ۲۳ تنه نالوستي د مدیریت په بستونو کې او همدا را
ز۴۴ تنه په منځنیو زده کړو سره په پنځم او شپږمو بستونو کې ګمارل شوي دي.