په دغه رپوټ کې راغلي دي چې ۱۵ زره او ۲۹۸ سرتېري په افغانستان، ۸ زره او ۸۹۲ سرتېري په عراق او یو زره او ۷۲۰ سرتېري په سوریه کې چې د دغو سرتېرو ټول شمېر ۲۶ زره تنو ته رسېږي.
خو پنټاګون یا د امریکا دفاع وزارت به پخوا د ځانګړو عملیاتو یا هم د هغو ځواکونو شمېر نه یادوه چې د لنډمهال لپاره بل هېواد ته استول کېدل.
د یادولو ده چې د امریکا د دفاع وزارت کابو زر تنه ملکي کارکوونکي هم په افغانستان کې حضور لري.
په افغانستان کې د څه باندې ۱۵ زره امریکايي ځواکونو ترڅنګ، د ناټو ۶ زره سرتېري هم حضور لري چې ډېر ژر به د هغوی شمېر ۹ زرو ته لوړ شي.