د زابل سیمهييز چارواکي وايي چې د سرک غاړې ماین چاودنې په پایله کې دوو ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
یاد چارواکي وايي چې پېښه تېره ورځ یکشنبې( د زمري۸مه) شوې.
په دې پېښه کې ۳تنه نور کسان ټپیان شوي هم دي.
د زابل پولیسو څرګندوي، پېښه داسې مهال رامنځته شوې ده چې د ملکي کسانو موټر د سرک غاړې له ځای پر ځای شوي ماین سره برابر شوی دی.
دوی د پېښې د ټپیانو حالت د اندېښنې وړ بولي.
ویل کېږي چې تر ډېره طالب وسلهوال د افغان ځواکونو په نښه کولو په موخه پر سرکونو ماینونه ځاي پر ځای کوي، او تر ډېره یې ملکي کسان قرباني کېږي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.