Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

زابل کې له مړو سره د ناوړه چلند په وړاندې غبرګونونه

زابل کې له هغو مړو سره چې طالبان ادعا کوي د دوی جنګیالي دي، د هغو کسانو ناوړه چلند چې د ملي پوځ جامې یې پر تن دي، له غبرګونونو سره مخ شوی دی.
 
هغه وېډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي؛ د ملي اردو په جامو کې ځينې کسان ښيي چې د طالبانو په وینا د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې په دې ډلې پورې اړوندو څلور کسانو سره ناوړه چلند کوي او ظاهراً د هغوی د بدن غړي پرې کوي.

طالبانو د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي دي چې دا پېښه په جدي توګه وڅېړي.
 
په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر، د دغو تصویرونو خپرېدل ټکان ورکوونکي بولي او ټینګار کوي چې که دا جرم ثابت شي؛ عاملان یې باید په ګوته او سزا ورکړل شي:«هغه تصویرونه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوی دي او ښيي چې د افغانستان د پوځ ځواکونه د طالبانو له جسدونو سره بد چلند کوي؛ ټکان ورکوونکي دي. هغه څېړنه چې د افغانستان د فاع وزارت له لوري اعلان شوې ده؛ باید په چټکتیا سره بشپړه شي او پرانستې وي. که جرمونه تایید شي؛ مجرمان باید په ګوته او مجازات شي.»
                  
د افغانستان د بشري حقونو د سازمان رییس لعل ګل لعل وویل:«د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره، پر ټولو ښکېلو لورو غږ کوم چې نړیوال او اسلامي قوانین په پام کې نیسئ او بشري قوانین په پام کې ونیسئ.»

بل خوا د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دا پېښه اندېښمنوونکي بولي او وایي چې د سولې د مذاکراتو په درشل کې به دغه راز کړنې خطرناکې پایلې ولري.

 دا بنسټ هم ددې پېښې په تړاو د عدالت پر پلي کېدو ټینګار لري .
            
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د نشراتو رییس  ذبیح الله فرهنګ په دې اړه څرګنده کړه:«له اسیر او د جګړې له اسیرانو او یا هم د مقابل لوري له مړي او مړو سره له سپکاوي ډکې کړنې له نړیوالو بشرپالو حقونو څخه په څرګنده سرغړونه ده. او په غچ اخیستې پای مومي. او د افغانانو ترمنځ پر خبرو اترو هم منفي اغېزه کوي.»
       
د ولسي جرګې غړی عبدالرحمن وردګ هم وايي:«په دغو اساسو شرایطو کې چې افغانستان د سولې خبرو اترو نتیجه ګیرۍ ته نږدې شوی، دا موارد دې د حکومت او طالبانو له خوا په جدي توګه وڅېړل شي.»

ملي دفاع وزارت وايي چې دغه پېښه به وڅېړي.
                       
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وویل:«ملي دفاع وزارت له هغې وېډیو چې په خواله رسنیو کې خپره شوې او ظاهراً داسې ښکاري چې امنیتي ځواکونه له مړو سره ناوړه چلند کوي، خبر شوی. ملي دفاع وزارت دا موضوع په جدي توګه څېړي او که چېرې ثابته شي چې دغه کسان د افغانستان د ملي اردو منسوبین دي له متخلفینو سره به د افغانستان د اسلامي جمهوري د نافذه قوانینو په مطابق چلند وشي.» 

دا تصویرونه په داسې حال کې خپرېږي چې د پنجشنبې پر ورځ د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې د ملي اردو د درېیو سرتېرو د کورنیو غړو ادعا وکړه چې طالبان دا درې سرتېري له ربړولو وروسته په ډزو سره وژلي دي.
 
شریک یي کړئ