Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملي پوځ ۱۱۱فرقه: طالبان هڅه کوي د کابل په لنډون کې فعالیت وکړي

د ملي پوځ د ۱۱۱ فرقې قومندان د کابل په سروبي ولسوالۍ او همدارنګه پلازمېنې ته نږدې په څو برخو کې د فعالیت لپاره د هڅو خبره کوي او وايي چې دغه ډله د ترهګرۍ لپاره له هرې موکې استفاده کوي.

د ۱۱۱ فرقې قومندان رامین مقبل زیاتوي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په هکله هېڅ اندېښنه نشته؛ ځکه چې د هغه په وینا دولتي ځواکونه په خپلواکه توګه د عملیاتو د ترسراوي وړتیا لري.

هغه زیاته کړه:«که چېرې په افغانستان کې همدا ۲۵۰۰ امریکايي ځواکونه هم پاتې وي د جګړې په ډګر کې له موږ سره نه دي. دوی د مشوره ورکړې په بڼه ځینې وختونه زموږ له مشرانو سره دي.»

د ملي پوځ د ۱۱۱ فرقې ځواکونه په کابل، بامیان، کاپیسا، پنجشېر او پروان ولایتونو کې فعالیت لري.

دغه ځواکونه په کلونو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د مخالفو وسله والو پر وړاندې جنګېدلي دي او هر یو یې د خپلې کورنۍ د غړي او یا ملګري د وژل کېدو شاهد پاتی شوی دی.

 محمد حسن چې څورلس کاله یې په پوځ کې کار کړی دی وایي چې درې وروڼه یې چې د ملي اردو سرتېري وو په جګړو کې وژل شوي دي:«زه تر هغې چې یو څاڅکی وینه مې په بند کې وي په دغې لار کې کار کوم. او د عسکرۍ پرېښودونه نه یم.»

د دغې فرقې بل سرتېری هدایت الرحمان رییس خېل هم وايي:«د لویو لارو امنیت ټينګوو. ولسوالیو ته ځوو. هر چېرته چې مرسته وغواړي موږ هلته ځانونه رسوو.»

د امنیتي ځواکونو په وینا د دولت  مخالف وسله وال هڅه کوي د کابل - شمال، کابل - جلال آباد، او کابل - لوګر له لویو لارو مهمات او یو شمېرکسان کابل ښار ته ورسوي.

شریک یي کړئ