Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

زابل کې ۹ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ

د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو او طالب وسله‎والو ترمنځ نښته کې ۹ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او ۷ تنه نور ټپیان دي.

د یاد ولایت  امنیه قومندانۍ چارواکي څرګندوي چې نښته تېره شپه(سې‎شنبې د چنګاښ۲۷م) پیل شوه او تر سهار یې دوام درلود.

په دې نښته کې ۸ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او ۵ نور ټپيان شوي دي.

چارواکي زیاتوي، په دې نښته کې دوه پوستې د طالب وسله‎والو لخوا نسکورې شوې.

وسله‎والو له ځانه سره یو شمېر وسلې او یو رنجر موټر هم وړي دي.

د زابل یو امنیتي چارواکي وايي د نښتې پرمهال د ملي اردو سرتېري د جګړې سیمې ته د مرستې په موخه ور روان وو چې یو موټر د سرک غاړې له ماین سره برابر شو.

په دې پېښه کې یوه سرتېري ژوند له لاسه ورکړ او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د زابل ولایت امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د ۹ افغان سرتېرو له وژل کېدو خبر ورکوي، او زیاتوي چې تېره شپه له طالبانو سره په نښته کې ۷ سرتېري ټپیان شوي هم دي

Thumbnail

د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو او طالب وسله‎والو ترمنځ نښته کې ۹ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او ۷ تنه نور ټپیان دي.

د یاد ولایت  امنیه قومندانۍ چارواکي څرګندوي چې نښته تېره شپه(سې‎شنبې د چنګاښ۲۷م) پیل شوه او تر سهار یې دوام درلود.

په دې نښته کې ۸ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او ۵ نور ټپيان شوي دي.

چارواکي زیاتوي، په دې نښته کې دوه پوستې د طالب وسله‎والو لخوا نسکورې شوې.

وسله‎والو له ځانه سره یو شمېر وسلې او یو رنجر موټر هم وړي دي.

د زابل یو امنیتي چارواکي وايي د نښتې پرمهال د ملي اردو سرتېري د جګړې سیمې ته د مرستې په موخه ور روان وو چې یو موټر د سرک غاړې له ماین سره برابر شو.

په دې پېښه کې یوه سرتېري ژوند له لاسه ورکړ او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه