لویه څارنوالي وايي چې ټاکل شوې ده راتلونکې اوونۍ ستره محکمه د عبدالغفار داوي او مرستیال یې او همدارنګه د ټرانسپورټ وزارت د ۶ پخوانیو چارواکو پر دوسیې کار پیل کړي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ټینګار کوي چې د «داوي ایل» شرکت رییس ښاغلی داوي په غولونې، غدر او اختلاس تورن دی او دغه دوسیه، په دقیقه توګه به وڅېړل شي.
د عبدالغفار داوي د دوسیې څېړل چې په اختلاس، دوکې او غدر تورن دی په دې ورځو کې له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز لپاره یوه مهمه دوسیه ده او ښاغلی داوي د دوهم ځل لپاره د دغه مرکز لخوا نیول شوی دی.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي زیاته کړه:«د داوي شرکت د رییس او مرستیال په ګډون یې ۶ تنه نور هم نیول شوي او محکمې ته استول شوي دي.»
له دې سره سره په ځیرتیا سره د عبدالغفار داوي د دوسیې څیړل له اداري فساد سره د مبارزې په کار کې ارزښتمن بلل کېږي.
له اداري فساد سره د مبارزې ادارې رییس سید غلام حسین فخري په دې اړه وايي:«د فساد ستره دوسیه ده او کولای شي چې له اداري فساد سره د مبارزې په چاره کې یوه ښه بېلګه وګڼل شي.»
خو د ښاغلي داوي مدافع وکیل محمد طاهر طاهري له عدلي او قضايي ادارو غواړي دا دوسیه له سیاسي او د ځانګړو کړیو له فشارونو څخه پرته وڅېړي.
هغه زیاتوي:«یو سوداګر څه ډول کولای شي چې اختلاس وکړي؟حکومت باید د قانون په سمون کې دغه موضوع وڅېړي.»
خو د لویې څارنوالۍ ویاند ډاډ ورکوي چې دغه بنسټ له هر ډول سیاسي فشار څخه لیرې، دغه دوسیې به وڅېړي.
جمشید رسولي په ډاګه کوي:«باید د دغه بنسټ په کړنو اعتماد ولري او لویه څارنوالۍ له سیاسي فشار څخه پرته خپل کارونه په مخ بیايي.»
داوي آیل شرکت ۱۲ کاله مخکې د عبدالغفار داوي لخوا جوړ او یو کال مخکې یې فعالیت ودرول شو.
عبدالغفار داوي په اوسني وخت کې له کابل بانک څخه ۱۲ مېلیون ډالر پوروړی دی.
اوس د نوموړي دوسیه محکمې ته لېږل شوې او تمه کېږي چې تر یوې اوونۍ پورې پر دغې دوسیې کار پیل شي.