Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ستره محکمه: د شرعي احکامو په پلي کولو کې به هېڅ فشار ته تسلیم نه‌شوو

د اسلامي امارت ستره محکمه طلوع نیوز ته وايي، چې د شرعي احکامو د پلي کولو په برخه کې به د نړۍوالې ټولنې هېڅ ډول فشارونو ته تسلیم نه‌شي.

د سترې محکمې ویاند عبدالرحیم راشد له نړۍواله ټولنه غواړي چې په افغانستان کې د اسلامي احکامو د پلي کولو په اړه له منفي تبلیغاتو ډډه وکړي.

ښاغلي راشد وویل:«د افغانستان د اسلامي امارت ستره محکمه د الهي احکامو په تطبیق کې هېچا ته که‌ نړۍواله ټولنه وي او یا نور فشارونه وي پاملرنه نه‌کوي او نه د هغوی غبرګونونه د فشار په توګه مني.»

د عبدالرحیم راشد په خبره، د اسلامي احکامو تطبیق په افغانستان کې د امن، ثبات او پرمختګ د تامین یوازینۍ لار ده. ښاغلی راشد د اسلامي احکامو تطبیق د هېوادوالو غوښتنه ګڼي او ټینګار کوي چې ستره محکمه په هېواد کې د ټولو اسلامي احکامو پلي کولو ته ژمنه ده.

د سترې محکمې ویاند څرګنده کړه:«ستره محکمه د مراجعینو دوسیې د اسلامي شریعت په مطابق حل او فصل کوي او د ټولو الهي احکامو تطبیق ته په بشپړه توګه ژمنه ده. په افغانستان کې د الهي احکامو تطبیق د امنیت، ثبات او پرمختګ د تامین او د هرې بدبختۍ او ظلم د له‌منځه وړلو لپاره یوازینۍ لار ده.»

بل خوا یو شمېر دیني عالمان د شرعي احکامو تطبیق په ټولنه کې مهم بولي.

دیني عالم حسیب‌الله حنفي په دې هکله وویل:«یوه اسلامي ریاست ته لازمه ده چې، د نورو چارو ترڅنګ د حدودو په برخه کې، قصاص او تعزیراتو ته هم پاملرنه وکړي. په یوې ټولنه کې د ټولو فتنو او فسادونو مخه د حدودو او قصاص له تطبیق سره نیول کېږي.»

دا په داسي حال کې ده، چې سترې محکمې په افغانستان کې د اسلامي امارت د بیا واک ته رسېدو راهیسې په فراه، لغمان، جوزجان او غزني ولایتونو کې پر ۵ کسانو د قتل په جرم د قصاص حکم پلی کړی، هغه موضوع چې د نړۍوالو بنسټونو له غبرګونونو سره مخ شوې ده.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه