Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

محکمو کې دوسیو ته د رسېدنې بهیر پر پڅوالي د هېوادوالو نیوکې

ځينې هېوادوالو په سترې محکمه کې د خپلو دوسیو پر ژر نه‌څېړلو کېدو نیوکه کړې ده.

دغه هېوادوال له سرپرست حکومته غواړي، چې په محکمو کې باید د دوی دوسيې پرته له ځنډه وڅېړل شي.

د کابل ښار اوسېدونکی عبداللطیف عزیزي وايي:«په هېواد کې محکمې باید خپل کارونه په چټکۍ سره مخ ته یوسي او په دې برخه کې باید هېڅ ډول غفلت ونه‌شي، ترڅو هغه دوسيې چې په محکمو کې پاتې دي ژر ورته رسېدنه وشي.»

د کابل ښار بل اوسېدونکی بصیر احمد هم څرګندوي:«هغه دوسيې چې په محکمو کې شتون لري، باید ورته ژر رسېدنه وشي، ځکه د تېر په څېر باید په کلونو - کلونو دوسيې په محکمو کې بندې پاتې نه‌شي.»

خو د اسلامي امارت د سترې محکمې ویاند وايي، د هېواد محکمې هڅه کوي، چې د هېوادوالو دوسيو ته په وخت سره رسېدنه وکړي.

عبدالرحیم راشد، زیاتوي، چې د ۱۴۰۰۲ لمریز کال په لومړیو ۹ میاشتو کې په هېواد کې څه باندې ۴۶ زره جنايي، د اداري فساد او نورې بېلابېلې دوسيې څېړل شوې دي.

عبدالرحیم راشد وویل:«په محکمو کې د خلکو دوسیو ته په وخت سره رسېدنه کېږي، یوازې د روان کال په لومړیو ۹ میاشتو کې ۴۶ زره او ۷۹۷ جزايي دوسيې حل او فصل شوي، چې له دې ډلې ۳۰ زره او ۳۴۷ ملکي جنايي او ۱۲ زره او ۱۷۹ نورې په عامه امنیت او اداري فساد برخو کې دي.»

بل خوا ځیني شنوونکي بیا په دې باور دي، چې د هېواد محکمې باید په لنډ وخت کې د خلکو دوسيې په سمه توګه وڅېړي.

د پوهنتون استاد امین الله احساس وايي:«اسلامي امارت باید د دوسيو د څېړلو لپاره پر یوه عملي میکانیزم کار وکړي څو په تطبیق سره يې دوسیو ته په وخت رسېدنه وشي او په فیصلو کې يې عدالت تطبیق شي.»

د اسلامي مارت د سترې محکمې د اطلاعاتو پر بنسټ، د هېواد ټولې محکمې د خپل کاري بهیر د ښه والي لپاره هڅې کوي. د سترې محکمې ویاند دا هم وايي، چې دوی په دې موده کې د نظامي پرسونل تر ۴ زره زیاتې دوسيې څېړلې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه