Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سترې محکمې د مشرانو جرګې د رییس د کار موده د یوه کال لپاره وغزوله

هغه اسناد چې طلوع نیوز ته رارسېدلي ښيي چې سترې محکمې د مشرانو جرګې د رییس په توګه د فضل هادي مسلم یار د کار پېر د یوه کال لپاره غزولی دی.

د سترې محکمې د دغه لیک پر بنسټ، د مشرانو جرګې اوسنی رییس فضل هادي مسلم یار کولای شي د مشرانو جرګې د رییس په توګه د شورا د د ۱۶ پېر تر پایه خپل کار ته دوام ورکړي.

د سترې محکمې د دې لیک په یوې برخې کې راغلي دي: " له دې څخه چې ښاغلی د ټاکنیز غړیتوب په دوام د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ۱۳۹۳/۰۲/۲۸ نېټې د ۲۸۹۴ شمېره حکم پر بنسټ د جرګې د انتصابي غړي به توګه ټاکل شوی دی، دا امر د ریاست مسوولیت نه اخلال وي بلکې په مشرانو جرګې کې د غړیتوب دوام ګڼل کېږي. نو له دې کبله د اوسني ښاغلي رییس صاحب مسؤولیت چې په ۱۶ پېر کې د مشرانو جرګې د رییس په توګه ټاکل شوی دی د تقنینیه پېر تر پایه په خپل حال پاتې دی حتا د مشرانو جرګې دریمه برخه د مشرانو جرګې د رییس پر موقف اغېزمن نه دی."

د سترې محکمې دې کار د مشرانو جرګې د یو شمېر نویو غړو غوسې او نیوکې راپارولي دي او دغه سناتوران د سترې محکمې دا کار د قانون خلاف ګڼي.

د وردک سناتور حسیب الله کلیمزی وايي: " دا پرېکړه د سترې محکمې د سترې شورا نه ده ځکه چې دا مکتوب د اساسي قانون پر خلاف دی "

د سمنګان سناتور سید صفي الله هاشمي هم وايي: " کېدای شي په خپله ښاغلی مسلم یار صاحب هم راضي نه وي او د حکومت لوړ پوړي چارواکي هم راضي نه وي چې قانون مات شي او د نورو حق تر پښو لاندې شي."

دا سناتوران ولسمشر غني ته پر یوه لیک کې، دغې ستونزې ته په جدي توګه د رسېدنې غوښتونکي شوي دي.

په ورته وخت کې د سترې محکمې سرپرست وايي چې د تېر ولسمشر د فرمان پر بنسټ، هغه چا چې څلور کاله د مشرانو جرګې ریاست پر مخ وړی دی باید یو کال بل هم دا ریاست پر مخ یوسي.

د سترې محکمې سرپرست عبدالرشید راشد څرګنده کړه: " په دې برخه کې د عالي شورا نظر ښکاره دی او موږ دا ولسمشرۍ ته هم ويلې ده،چې د مشرانو جرګې د رییس د کار موده د هغه فرمان د صادرولو په پایله کې چې د هغې کاري معیار یې د څلورو کلونو څخه پنځه کلونو ته غزولی زموږ نظر هم څرګند دی."

په همدې حال کې د مشرانو جرګې رییس وايي چې هغه هېڅکله هم د سترې محکمې څخه د خپل کار د مودې د غزولو غوښتونکی نه دی شوی، بلکې د پارلماني چارو وزارت له خوا د لیک په استولو سره یې د مشرانو جرګې ریاست ته د دریم ځل لپاره د خپل د نوماند کېدو څرنګوالی وړاندیز کړی دی.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وايي: " ما د نورو ملګرو سره په سلا مشورې حکومت ته یو وړاندیز واستوه چې تاسو نظر راکړئ چې زه کولای شم یو ځل بیا ځان مشرانو جرګې ته نوماند کړم که نه خو دا چې حکومت سترې محکمې ته وړاندیز لېږلی دا د حکومت کار دی."

د هېواد د مدافع وکیلانو ټولنې هم ولسمشر غني ته د لیک په استولو سره د سترې محکمې دا کار د هېواد د قوانینو خلاف بولی او د ولسمشر څخه غواړي ترڅو د هېواد په قضايي نظام کې د قانون ماتونې مخه ونیسي.

هغه اسناد چې طلوع نیوز ته رارسېدلي ښيي چې سترې محکمې د مشرانو جرګې د رییس په توګه د فضل هادي مسلم

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه