Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرتېري:له بریدګرو سره دننه له قول اردو څخه همکاري شوې

په بلخ کې د شاهین ۲۰۹ قول اردو په برید کې ټپیان شوي سرتېري وايي چې بریدګر له څو پوستو او خنډونو اوښتې او ځانونه یې مرکز ته رسوَلي دي، دوی زیاتوي چې له ترهګرو سره د ننه له قول اردو څخه همکاري شوې ده.

په دې برید کې ټپي شوی سرتېری، حسین چې اوس‎مهال د مزارشریف ښار په روغتون کې تر درملنې لاندې دی وايي، بریدګر د ملي اردو له رنجر موټرو په کار اخیستو قول اردو ته ننوتي وو او له هغو وسلو سره چې په دغو رنجر موټرونو وې د ملي اردو په افسرانو او سرتېرو یې ډزې کولې.

هغه سرتېري چې په دې پېښه کې ټپیان شوي دي وايي چې قول اردو ته ننوتل او بهر کېدل ډېر آسانه کار نه دی، خو بریدګر په ډېرې آسانۍ دې قول اردو ته ننوتي دي.

بل سرتېری، لطف‎الله څرګندوي:« موږ چې د دې قول اردو سرتېري یوو په ډېرې ستونزو سره ځو او راځو، خو د افسوس ځای دا دی چې ترهګر په آسانۍ سره راځي او زه هم له بریدګرو سره په نښته کې ټپي شوی یم.»

همداراز حسین وايي:« بریدګر چې د رنجر شیشه یې ښکته کړې وه او له پیکا سره یې پر سرتېرو او افسرانو ډزې کولې، زه د اردو له ځانګړو ځواکونو څخه مننه کوم چې ټول ترهګر یې ووژل.»

د دې پېښې ډېری ټپیان او وژل شوي کسان په دننه قول اردو کې دي او د دې پېښې یوازې اته تنه ټپیان د مزارشریف ښار روغتون ته لېږدول شوي دي.

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریيس، میرویس ربیع وايي:« د اتو تنو ټپیانو حالت د اندېښنې وړ وه او شپږ یې د ښه‎ کېدو په حال کې دي، خو د دوو نورو حالت د اندېښنې وړ دی.»

ځینو سرچینو طلوع‎نیوز ته ویلي دي چې په دې برید کې ۱۳۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او ۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

لس بریدګر چې د ملي اردو جامې یې په تن وې له دوه رنجر موټرونو سره قول اردو ته ننوتل او په دننه قول اردو کې په جومات او ډوډۍ‎خونه کې په افسرانو او سرتېرو ډزې وکړې.

طالبانو د دې برید مسؤولیت منلی او ویلي چې څلور بریدګر له ډېرې مودې راهیسې په دې قول اردو کې فعالیت کاوه.

ملي دفاع وزارت په هغې خبرپاڼه کې چې د دغه وزارت په انټرنېټي پاڼه خپره شوې ده د یادې پېښې د تلفاتو شمېر له سلو ډېر بولي خو نور جزئیات نه ورکوي.

شریک یي کړئ