Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سنمګانو کې د طالبانو دوه مهم غړي ووژل شو

په سمنګانو ولایت کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د دې ولایت لپاره د طالبانو له‎خوا نومول شوی مرستیال والي، مولوي جلال او د دوآب ولسوالۍ لپاره یادې ډلې لخوا نومول شوی ولسوال، مولوي غیاث الدین چې په مجاهد مشهوره وه، وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره(نن یک‎شنبې د غويي۲۴مه) وایي چې یاد د طالبانو غړي د امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د یاد ولایت په دوآب ولسوالۍ کې ووژل شول.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې عملیاتو کې ۸نور وسله‎وال هم وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

همداراز د یوه بل خبر له مخې د فراه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښتو کې۶ طالب وسله‎وال وژل شوي او ۱۰نور یې ټپيان شوي دي.

د فراه امنیتي چارواکي وایي، دا نښتې دوه شپې وړاندې هغه وخت پیل شوې چې لسګونو طالبانو د امنیتي ځواکونو په څو پوستو بریدونه وکړل.

د ۲۰۷قول اردو د دویمې لوا ویاند، نورالحق خالقي وایي چې دا نښتې د تېرې ورځې تر سهاره پورې روانې وې، خو امنیتي ځواکونو له تلفاتو پرته بریدګر په شاه وتمبول.
 
په فراه او سنګانو ولایتونو کې په بیلابېلو پېښو کې د طالبانو دوو مهمو غړو په ګډون د دې ډلې ۱۶ غړي وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي

شریک یي کړئ