Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سویس د کال۳۵ میلیونه ډالره له افغانستان سره مرسته کوي

د مالیې وزارت تېره ورځ(سې‎شنبې د کب ۱۵مه) د سویس د مرستو په برخه کې د خپلو ژمنو پر بنسټ له افغانستان سره هر کال ۳۵ میلیونه ډالرو مرستو خبر ورکړ.

دا وزارت وايي چې د دغه هوکړه لیک له مخې به سویس تر دې وروسته د پراختیایي پروژو د پلې کولو، تخنیکي همکاریو او بشري مرستو په برخو کې د ملي بودجې له لارې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د مالیې وزیر، اکلیل حکیمي وايي:«له دي لپاره چې دا په یوه حقوقي او د همکاریو پراختیا چوکاټ کې راولو چې په منظم ډول په تخنیکي برخو کې همکاري پلې شي. نو ځکه دا هوکړې لاسلیک شوې.»

اخوا د افغانستان لپاره د سویس نا استوګن سفیر، توماس کولي له افغانستان سره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار کوي.

ښاغلي کولي وویل:«زموږ همکاري ډيره موده وړاندې پېل شوې؛موږ له اویا یمې لسیزې راهیسې سره کار کوو؛ دا زموږ د همکارۍ یوه ځانګړتیا ده ؛ موږ دلته یو څو پاتې شو ؛ دا یوه اوږد مهالې همکاري ده. ډېر کلونه کیږي چې دلته یو او هوډ لرو چې پاتې شو او خپلو همکاریو ته دوام ورکړو.»

د مالیې وزیرد وزیر په وینا د دوه زرو اتلسم میلادي کال د نوامبر میاشتې په اتلسمه نیټه به د بروکسل د ژمنو د تعقیبولو غونډه د سویس په ژنیو کې جوړهخ شي اوپه دې غونډه کط به د هېوادونو سکټوري وزیران ګډون وکړي.

د مالوماتو له مخې سویس بروکسل ناسته کې ژمنه کړې وه چې ۱۰۴ میلیونه ډالره به له افغانستان سره مرسته کوي او په تېرو شپاړلسو کلونو کې د دې هېواد مرستو کچه ۵۰۰میلیونو ډالرو ته رسیږي

شریک یي کړئ