د افغانستان د بیارغوني لپاره د امریکا ځانګړی څېړونکی، جان سپکو یوې امریکايي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي دي، داسې شواهد یې موندلي چې ښیي د افغانستان د امنیتي ځواکونو نقلیه وسایطو لپاره پنځوس سلنه تیل غلا کیږي.
نوموړي د امنیتي ځواکونو چارواکي او قوماندانان پر طالبانو د هغو وسلو او تیلو پر پلور تورن کړل چې د سرتېرو د اړتیا د پوره کولو لپاره ورکول کیږي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څارونکی ناامني او فساد په افغانستان کې دوې لويې ننګونې ګڼي.
جان سپکو زیاتوي:«د پيسو ډیره برخه چې موږ لګوو هیڅکله هغو سرتیرو او پولیسو ته چې ورته اړتیا لري نه رسیږي، زه په فساد د ککړو چارواکو مستندې دوسیې لرم چې د دې ښودنه کوي دغو چارواکو هغه تیل او وسلې چې موږ ورسره مرسته کړې غلا کړي او پر طالبانو یې پلورلې دي.»
له بلې خوا ولسمشرۍ دفتر وایي د لومړي ځل لپاره څه د پاسه ۱۵۰ تنه امنیتي چارواکي ګوښه شوي، په ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې نوي بدلونونه راغلي، د امنیتي ادارو په تړونونو کې اصلاحات رامنځته شوي او همداراز سرتیري بایومتریک شوي ترڅو د خیالي پوځیانو مخه ونیول شي.
خو د ولسي جرګې یو شمير غړي په دې باور دي چې بهرنیان هم په افغانستان کې په فساد کې لاس لري.
د ولسي جرګې غړی، ذکریا سودا څرګندوي:«که څه هم چې فساد زموږ په ادارو کې شته دی، ترڅنګ یې بله موضوع وزیران دي، چې دا ستونزو موږ منو.»
همدراز، عبدالودود پیمان زیاتوي:«خپله امریکایان هم له فساد سره په مبارزه کې صادق نه دي؛ که صادق وای نو دا حکومت په دوی پورې تړاو لري.»
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي په فساد ککړې مافیا په افغان حکومت کې ځاي نیولی خو د افغان حکومت د مشرانو هڅې د هغه د هیله مندۍ لامل شوې دي.