د سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې د ملي یوالي حکومت له مشرانو غوښتل شوي په بلخ کې د واک د لیږد لانجه ډیر ژر او په سولهیزه توګه هواره کړي.
د سپینې ماڼې د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي :«د دې ستونزې د هوارۍ په موخه د تاوتریخوالي ځای نشته او په دې برخه کې باید د شخصي ګټو پر ځای د افغانستان ملي ګټو ته پاملرنه وشي.»
سپینه ماڼۍ زیاتوي:«دا لانجه باید داسې هواره شي چې افغانان ډاډ ترلاسه کړي چې د نوي والي ټاکل کېدل د امنیت د پياوړتیا او خلکو ته د خدمت لپاره د ملي یووالي حکومت د مسوولیت پېژندلو لامل ګرځي.»
دا په داسې حال کې ده چې د جمعیت اسلامي ګوند اجرايي رییس او د ولسمشر له خوا د بلخ لیرې کړل شوی والي عطامحمد نور تېره ورځ په مزارشریف کې په یوې غونډه کې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه ملګر ملتونه یې د بې عدالتۍ، فساد او ظلم په وړاندې په چوپتیا تورن کړل او وې ویل کهچېرې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونو دا چوپتیا ماته نهکړي په زره ګونه تنه به واټونو ته راووځي.
د ولسمشر لخوا د بلخ ګوښه شوی والي د بلخ ولایت د څوکۍ په اړه د اسلامي جمعیت او حکومت ترمنځ د خبرو په اړه داسې وايي.
له دې مخکې عطامحمد نور چې د ولسمشر لخوا یې د استعفا له منظورۍ څه د پاسه یوه میاشت تېرېږي.د ولسمشر د دې پرېکړې په وړاندې خبرداری ورکړی که حکومت له اسلامي جمعیت سره په دې اړه یوې نتیجې ته ونه رسېږي له سختو لارو به کار واخلي خو تراوسه له حکومت سره د جمعیت د خبرو برخلیک روښانه نه دی.