جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف نن دوشنبې (د کب په ۵مه) له طلوع نیوز سره په مرکه کې څرګنده کړه چې ډېر ژر به د سولې لپاره یوه ملي اجماع رامنځته شي.
ښاغلی سیاف په هېواد کې د سیاسي اجماع رامنځته کول ناشونې نه ده او زیاتوي چې د افغان سولې د خبرو مهم پړاو، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک له لاسلیک وروسته به پیل شي.
سیاسي او جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف وویل:«سیاسي اجماع ناشونی کار نه دی تاسې به شاهد وئ چې ډېر ژر به سیاسي اجماع رامنځته شي.»
د ارګ او د هېواد د ځينو سیاستوالو تر منځ د سیاسي اجماع نشتوالی او دغه راز د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته د سیاسي اختلافونو ډېرېدل؛ ظاهراً د دې لامل شوي چې عبدرب الرسول سیاف د دغو اختلافونو د حل لپاره ګام پورته کړي.
ښاغلی سیاف له مخکني ولسمشر حامد کرزي سره یو ځای نن سهار له ولسمشر اشرف غني او اجرایه رییس عبدالله عبدالله سره د هېواد د اوسني وضعیت په تېره بیا د سولې د بهیر په تړاو خبرې وکړي.
د اجرایه رییس د ویاند مرستیال فریدون خوځون څرګندوي:«خبرې د سولې همکارۍ په تړاو وې او د هېواد پر نورو سیاسي مسایلو هم خبرې شوې دي.»
په دې لړ کې ځينې نورې سیاسي څېرې په داسې حال کې چې د هېواد وضعیت پېچلی بولي؛ د اوسنیو ترینګلتیاوو د له منځه وړلو لپاره د ښاغلي سیاف منځګړيتوب اغېزناک ګڼي.
د افغانستان د اسلامي ګوند رییس عبدالهادي ارغندېوال وايي:«اوس چې استاد سیاف دغه کار ته اقدام کړی موږ یې هرکلی کوو او تاییدوو یې.»
بل خوا ولسي جرګه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د حکومت د مشرانو تر منځ پر ترینګلتیاوو اندېښنه څرګندوي.
د ولسي جرګې رییس خبرداری ورکوي چې دا اختلالونه به د هېواد د سولې پر بهیر ناوړه اغېز وکړي.