Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیګر: فساد د افغانستان د جګړې یو لامل دی

د افغانستان بیارغوني څار ځانګړې اداره(سیګر) په افغانستان کې د جګړې یو لامل فساد بولي.

د یادې ادارې مشر، جان ساپکو واشنګټن کې د "ویلسن سنتر" څېړنیز بنسټ کې د خبرو پرمهال ویلي چې اداري فساد طالبانو ته د کسانو جذب په برخه کې "غوره" وسیله بلل کېږي.

هغه زیاته کړې:«د طالبانو لپاره د کسانو د جذب غوره لار دا ده چې د سیمې خلکو ته اوايي دا چې تاسې حکومتي چارواکي وګورئ؛ تاسې نشئ کولی د افغانستان پر مرکزي حکومت او پولیو باور وکړئ.»

په همدې حال کې جان ساپکو دا هم ویلي چې اوسني حکومت د حامد کرزي په مشرۍ د حکومت په پرتله په "څو مراتبه ښه " عمل کړی دی، افغانستان سره د نړیوالو مرستو نه څار د دغو مرستو حیف میل کولو ته زمینه برابره کړې ده.

ښاغلي ساپکو د امریکا متحده ایالاتو او ملګرو یې د مرستو د څار غوښتنه کوي:«موږ په بله ناسته کې له تمویل کوونکو، د امریکا متحده ایالاتو له حکومت او له خپلو ملګرو غواړو چې افغانستان کې اداري فساد پر یوې لویې، جدي او عمده موضوع بدله کړي. یوازې پر هغو پیسو چې دغه هېواد ته یې ورکوئ، تمرکز مه کوئ، بلکې دا چې له دې پیسو څه ډول څارنه وشي، نظارت وشي.»

ښاغلي ساپکو د امریکا متحده ایالاتو او ملګرو یې غوښتي چې افغانستان کې له اداري فساد سره مبارزې ته لومړيتوب ورکړي.

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د څار ځانګړې ادارې د دغه هېواد کانګرس ته په خپل استول شوي راپور کې د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو اندازه ۱۳۲ میلیارډه ډالره ښودلې وه.

دغه بنسټ همداراز لیکلي وو چې په فساد کې د زورواکو ښکيلو کسانو د معافیت او له اداري فساد سره د عدلي او قضايي مرکز د فعالیتونو کموالی په افغانستان کې له دغې ښکارندې سره د مبارزې پر وړاندې ستونزې دي.

ښاغلي ساپکو له افغان حکومت نه غوښتنه کړې چې افغانستان کې له اداري فساد سره مبارزې ته لومړيتوب ورکړي

شریک یي کړئ