Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

شینواری:پاکستان غواړي چې داعش په سیمه کې په یوه ځواک بدل کړي

نن سې‎شنبې (د غوايي په ۱۹ مه)په جلال اباد ښار کې د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو قومي مشرانو د یوې ګډې سوله‎ییزې جرګې په ترڅ کې وویل د روانې ترهګرۍ چې پاکستان یې ملاتړی دی اصلي زیانونه د قبایلي سیمو اوسېدونکي ویني او د کرښې هغه غاړه یې د ترهګرو په مرکز بدله کړې ده.

د کرښې د هغې غاړې قومي مشران په زغرده وایي چې پاکستان هڅه کوي ؛چې داعش په سیمه کې په یوه لوی ځواک بدل کړي.

 د ډیورنډ کرښې د هغې غاړې د قبایلو شورا مشر ذرجانشیواری وايي:«هلته د کرښې هغې غاړې پاکستان زموږ کورونه وران وي، موږ ترهګر نه یوو او پاکستان دی چې غواړي داعش د ډیورنډ کرښې په دواړه غاړو کې په یوه لوی ګارنیزون بدل کړي.»

د قبایلو سیمو د اوسېدونکو نیوکه دا ده چې پاکستاني پوځیان د ترهګرو په جامه کې دي او هره ورځ د قبایلو سیمو اوسېدونکي لویې قربانۍ ورکوي.

د وزیرستان قومي مشر ډاکټر حیات مسعود څرګنده کړه:«مونږ په سترګو ډېر څه ولیدل، ووژل شو او دا لړۍ لا هم روانه؛خو په خولو ډېرې خبرې نه‎شو کولای.»

د خېبر ایجنسۍ قومي مشر حکم خان هم وايي:«موږ په اسلام اباد کې هم ناستې کوو، هلته به هم د ترهګرۍ په خلاف اقدام وکړو.»

د کرښې دې غاړې قبایلو سیمو اوسېدونکي د پاکستان توغندويي بریدونه غندي او د مخنيوي غوښتنه یې کوي.

د ننګرهار قومي مشر جهانزیب مومند وویل:« پاکستان دا غاړه په توغندیو ولي، په دې کار سره غواړي د ډیورنډ کرښه کې پراته کورونه خالي کړي او پوځیان یې مخکې راتګ وکړي.»

په پرېکړه لیک کې له پاکستاني حکومت څخه غوښتل کېږي چې د ډيورنډ پر کرښه دې اغزن تارونه او دیواله و نه غځوي.

قومي مشر خېرالدین هم په ډاګه کړه:پاکستان دې له قبایلي علاقو خپل پوځونه وباسي او د جګړې لمن دې ټوله کړي، موږ د خپلو سیمو امنیت په خپلو قومي تړونونو ساتلی شوو.»

دا په داسې حال کې ده چې په کندهار او ننګرهار کې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې پاکستاني پوځیانو دا غاړه په توغندیو ولي چې په پاپله کې یې مرګ ژوبله او ډېر مالي زیانونه یې هم خلکو ته اړوي دي.

شریک یي کړئ