Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'صالح کابو ۴۰ تنه هغه ته د سپکاوي په تور څارنوالۍ ته معرفي کړي'

د زرغون بهیر بنسټ اېښودونکي چې د اشرف غني د ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال امرالله صالح دی کابو ۴۰ تنه په خواله رسنیو له هغې ډلې په فېسبوک او ټوېټر کې هغه ته د سپکاوي او سپکو سپورو ویلو په تور څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

لویه څارنوالۍ وايي چې په دې هکله څېړنې پیل شوي او په هغو کسانو کې چې څارنوالۍ ته معرفي شوي د ملي دفاع، کورنیو چارو، اقتصاد او لوړو زده کړو وزارتونو کارکوونکي هم شامل دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په دې اړه وايي:«زموږ همکاران د قانون په مطابق دوی یې رسماً جلب کړي، چې تحقیق ته حاضر شي د هغوی دوه تنه تراوسه تحقیق ته حاضر شوي له هغوی لومړنۍ پوښتنې شوې دي.»

له بلخوا له رسنیو ځينې ملاتړي بنسټونه پر امرالله صالح له سختې نیوکې سره وايي چې په هېواد کې د بیان ازادۍ د سرغړونې په هکله اندېښنه لري.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مرستیال صدیق الله توحیدي وویل:«په افغانستان کې ظلم په هېڅ ډول ځای ګی نه لري، هغه کسان چې لوړپوړي چارواکي دي، که چېرې سالمه نیوکه یا هم تور پورې کېږي باید د قانون په مطابق کړنه وکړي نه دا چې له خپل سیاسي مقام، له سترې محکمې یا لویې څارنوالۍ په استفاده داسې کړنه وکړي او یا کوښښ وکړي چې خلک ووېروي.» 

له خبریالانو ملاتړي بنسټونه د مالیې وزارت د ګمرکاتو د ساتنې ځواکونو د قومندان میرویس بابک لخوا د طلوع نیوز د خبریال او تصویر اخیستونکي سپکاوي او د دوی د کمرې د تصویرونو پاکولو ته په نغوتې سره وايي چې د دوو ورځو په تېرېدو سره دغه پېښه د حکومت لخوا نه ده څېړل شوې.

د نی بنسټ اجرایي رییس مجیب خلوتګر څرګندوي:«څارنوالۍ ته د خلکو استول یا په مستیقمه توګه د ښاغلي صالح او یا هم ولسمشر له خوا دا د قانون په خلاف کړنه ده، قانوني سرغړونه شمېرل کېږي، عدلي او قضايي بنسټونه باید دا مسله تعقیب کړي.»

له بلخوا د اطلاعات روز ورځپاڼې مسوولین وايي د کابل په کارته سخي سیمه کې په رڼا ورځ د دغې ورځپاڼې د خبریالانو د وسایلو له غلا کېدو د کابو دوو اونیو په تېرېدو تراوسه په دې اړه هېڅ څېړنه نه ده شوې.

شریک یي کړئ