Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

طالبان دوحه کې د افغانانو خپل منځي خبرو اترو لپاره چمتووالی نیسي

په دوحه کې د طالبانو استازي، له امریکا سره د سولې هوکړې له لاسلیک یوه ورځ وروسته وايي چې اوس د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره چمتووالی نیسي.

هغه څه چې د طالبانو استازي وايي، ژمنه شوې چې له امریکا سره  د طالبانو د سولې هوکړه لیک له لاسلیک لس ورځې وروسته، د افغانانو - افغان حکومت، سیاستوالان، مدني ټولنې او طالبان ترمنځ به خبرې پیل شي. 

که څه هم له دې مخکې ناورې او المان د افغانانو د خپل منځي خبرو د کوربتوب لپاره د چمتووالي اعلان کړی کړی دی، خو تراوسه مشخصه نه ده چې دغه خبرې اترې به کوم ځای کې وشي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی خیرالله خیرخواه په دې اړه وايي:«اوس له وخت مخکې دی چې د نظام په اړه خبرې وشي. او د افغانانو ترمنځ خبرو کې به د دواړو لورو مرکچي پلاوي به په دې موضوع بحث وکړي چې کوم نظام د افغانستان د خلکو په سلا دی او پر هغه نظام چې د رایو اتفاق وو هماغه به د تایید وړ وي.»

دې خوا کابل کې افغان حکومت د دې لپاره چې د خبرو اترو لپاره چمتووای نیسيږ نن (یکشنبې د کب په ۱۱مه) په یوې خبري ناسته کې وویل چې له طالبانو سره د خبرو لپاره د مرکچي پلاوي د رامنځته کولو لپاره هڅې پيل شوې دي.

ورته مهال د افغانستان لپاره د المان ځانګړی استازی ماکس پوټزل وايي چې د افغانستان د خپل منځي خبرو لپاره، د افغانستان مرکچي پلاوی باید ټول شموله وي:«دا یو مهم هوکړه لیک دی؛ خو د افغانستان او طالبانو د مخامخ مذاکراتو لپاره لومړنی ګام دی. او کله مې چې افغانستان وویل د حکومت تر مشرۍ لاندې د یوه ټول شموله او ژمن پلاوي په مانا دی. خو دغه مرکچي پلاوی باید د افغاني ټولنې یو راتلونکی وي.»

د اوربند رامنځته کېدل، د بیان ازادي او همدارنګه د طالبانو او هم د امنیتي ځواکونو -  د بندیانو ازادول هغه مهمې موضوعګانې دي چې د افغانانو ترمنځ خبرو اترو کې به وي. خو تر دې ځایه، افغان حکومت او طالبان د بندیانو د خوشې کولو په هکله متفاوت لیدلوري لري دي.

تېره ورځ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي وویل چې افغان حکومت باید د طالبانو ۵۰۰۰ زره بندیان د افغانانو ترمنځ له خبرو مخکې ازاد کړي - هغه څه چې د هغه په وینا امریکا یې په هوکړه لیک کې ضمانت کړی دی.

خو افغان ولسمشر اشرغ غني بیا نن وویل چې په دې اړه هېڅ کومه ژمنه نشته او د هغه واک د افغان حکومت په لاس کې دی نه د امریکا په واک کې. خو غني وویل چې دا موضوع کېدای شي چې د افغانانو په خپل منځي خبرو کې مطرحه شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نن په قطر کې په دې اړه طلوع نیوز ته وویل چې دغه ډله چمتو ده چې خپلې ژمنې عملي کړي:«ښځې باید د تعلیم او کار په اړه یې اندېښنه ونه لري او موږ د هغوی د کار او تعلیم حقوق د اسلامي اصولو په رڼا کې تضمین وو. اسلامي حجاب دی چې هغه هم رعایت کړي او انشاالله هېڅ ستونزه به نه وي او اندېښنه دې نه کوي.»

شریک یي کړئ