د فراه ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې طالب وسلهوالو د فراهـهرات پر لویه لاره ۷ تنه ملکي کسان له موټر څخه ښکته کړي دي او وژلي یې دي.
د یاد ولایت د والي ویاند، محمدناصر مهري وايي چې یاد کسان نن(چهارشنبې د چنګاښ۲۱مه) وژل شوي دي.
نوموړی زیاتوي یاد ملکیان پرون ورځ له فراه څخه د هرات پر لوري روان وه چې په بالا بلوک ولسوالۍ کې طالبانو مسافر وړونکی بس یې ودراوه او دغه اووه کسان یې له موټره کښته او پرې ډزې وکړې.
د فراه د والي ویاند په خبره طالبانو پرون ورځ د څو ساعتونو لپاره د مسافرو پر مخ د فراه هرات لویه لاره تړلې وه چې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې دغه لاره بیا د ټرافیکو پر مخ خلاصه شوه.
ویل شوي دي چې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ طالب جنګیالي وژل شوي دي او ۷تنه نور ټپیان شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.