Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

طالبان: اوسنۍ حکومت د یوه نظام په توګه نه پېژنوو

د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل په درشل کې طالبانو د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ویلي دي چې هغوی د افغانستان اوسنۍ حکومت د یوه نظام په توګه نه پېژني.

د طالبانو دغه خبرپاڼه نن شنبې (د زمري په ۲۵مه) د ولسمشر غني او د هغه د یوه سلاکار د څرګندونو په غبرګون کې خپره شوې ده.

 دا خبرپاڼه د ایران له همشهري ورځپاڼې سره په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند سهیل شاهین له هغې مرکې یوازې څو ورځې وروسته خپرېږي چې په هغې کې یې هم ورته نظرونه څرګند شوي دي.

په دې مرکه کې سهیل شاهین طالبان د افغانستان د شل کلنې جګړي ګټوونکي بولي او ټینګار کوي چې دا ډله به په افغانستان کې د یوه اسلامي نظام د جوړېدو په موخه د افغانانو ترمنځ خبرو ته حاضره شي.

نوموړی د دې مرکې په یوې بلې برخه کې زیاتوي چې طالبان به له ټولو افغان لوریو سره مذاکرات وکړي نه یوازې له حکومت او د مصالحې له عالي شورا سره.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ د طالبانو د ویاند د دغو خبرو په غبرګون کې وایي چې دا خبرې د سولې په بهیر کې د دې ډلې د پلمو جوړولو او وخت تېرولو دوام دی او هغوی باید ومني چې له دې ډلې سره د مذاکراتو اصلي لوری افغان حکومت دی.

بل خوا د حکومت پر ځواب سربېره د طالبانو دا نظرونه او دغه راز هغه څه چې د هېواد په ځينو برخو کې د دې ډلي وروستي پوځي حرکتونه بلل کېږي؛ له غبرګونونو سره مخ شوي دي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ایران پخوانی سفیر محمد رضا بهرامي په خپل ټویټر پاڼه لیکلي دي دا خبرې څرګندوي چې د طالبانو په نظرونو کې د پخوا په پرتله هېڅ بدلون نه دی راغلی.
 
 د ولسي جرګې غړی یاربازخان حمیدي په دې اړه وايي:«هغوی نیوکه کوي چې موږ په هوکړه لیک کې ذکر کړي دي چې له افغاني لوري سره مذاکره پیلوو او هغه ډله چې ترتیب شوې او نوملړ استول شوی په دوحه کې ډله حکومتي هغه ده.»

سهیل شاهین د ایران له همشهري ورځپاڼې سره په مرکه کې په ورځ کې له ۱۵۰ بریدونو نه ۳۰ هغو ته د طالبانو د بریدونو د کموالي او دغه راز په دغو بریدونو کې ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو د مخنیوي یادونه کړې ده.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت شمېرې ښيي چې په وروستیو دوو اوونیو کې په نهه ویشتو ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو له امله ۱۲۰ ولسي وګړي وژل شوي دي او څه باندې ۳۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې طالبان باید پوه شي چې په مذاکراتو کې یې اصلي لوری حکومت دی او د سولې بهیر کې دې پلمو او وخت وژنې ته دې دوام نه ورکوي.

شریک یي کړئ