Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عراقچي: په افغانستان کې ټیکاو ایران کې د ټيکاو په معنا دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي چې د افغانستان په مشرۍ د افغان سولې له بهیره ملاتړ کوي او زیاتوي چې په افغانستان کې امنیت او ټیکاو په ایران کې د امنیت او ټیکاو په معنا دی.

دغه ایراني سیاستوال وايي چې کابل ته په خپل سفر کې د کابل او تهران د اړیکو ښه والي او همدارنګه د اقتصادي او امنیتي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان او ایران اړیکو لرې لید هغه پروګرام دی چې د افغانستان د سټراټېژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ له خوا جوړ شوی دی.

په دغې خپرونه کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس عراقچي د افغان سولې په اړه وايي چې د افغانستان په مشرۍ له خبرو اترو به ملاتړ وکړي.

ښاغلي عراقچي زیاته کړه:«ژمن یوو د سولې بهیر باید په هغه مسیر ولاړ شي چې ټولې ډلې او ټولنیزې طبقې او د افغانستان ټول مخالف لوري په کې شامل وي، له هغې ډلې طالبان.»

د بهرنیو چارو پخواني وزیر رنګین دادفر سپنتا هم وویل:«دواړه هېوادونه دې وکړای شي د سیمه ییز یووالي او همپالنې د مرکزي زړي په توګه، د همکارۍ، دوستۍ او نږدېوالي پربنسټ مرسته وکړي چې موږ وکړای شو یوه متحده سیمه، حتا واحد ارماني اقتصادي بازار جوړ کړو.»

په داسې وضعیت کې چې افغانستان د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل په درشل کې دی، په دغې ناسته کې پر سیمه ییزې او نړیوالې اجماع او سولې ته د رسېدو لپاره ټينګار کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سیاسي مرستیال چاوېد لودین هم وايي:«به افغانستان کې نه جګړه مشخصه کورنۍ ريښه لري او نه هم سوله په افغانستان کې یوازې د افغانانو په لاس کې ده. باید واقع بین واوسوو.»

دغه ایرانی سیاستوال له افغانانو د فاطمیون لښګر لپاره د سرتېرو د نیولو او سوریې ته د جګړې لپاره د هغوی د لېږد په اړه داسې وايي:«ما تمه لرله چې عالي حضرت خپل هغه هېوادوال وستايي چې له ترهګرۍ او داعش سره د مبارزې لپاره داوطلب شول، ګډون یې وکړ او وینه یې تویه کړه. دا یو حقیقت دی، وې منئ او که وې نه منئ. که چېرې په سوریه کې له داعش سره نه وو جنګېدلي، باید د تهران او کابل په سړکونو جنګېدلی وای.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي چې په کابل کې په خپل دغه سفر کې د اړیکو د ښه والي او د امنیتي او اقتصادي همکاریو او د اوبو د مسلې په اړه له افغان چارواکو سره یې خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه