Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عطا له بلخ ولایت څخه د لیرې کېدو هوکړه افشا کړه

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور تر خپلې استعفا، څو میاشتې وروسته له حکومت سره پراستعفا، د هوکړې موارد افشا کړل.

دغه هوکړه لیک د عطا محمد نور او د ولسمشر د دفتر رییس، سلام رحیمي لخوا لاسلیک شوی.

نور وايي ولسمشر غني ددې هوکړه لیک د هرې مادې دعملي کیدو لپاره فرمانونه هم صادر کړي چې دغه فرمانونه ورسره موجود دي.

هغه هوکړه لیک چې د ولسمشر غني او د بلخ لپاره د پنځلس کالو والي ترمنځ یې د ګډوډو او د اور په څېر اړیکو ته د پای ټکی کېښود. 

د اساسي قانون د تعدیل طرحې لپاره د کمېسیون جوړېدل، د ټاکنو کمېسیون قانون کې د تعدیل په اړه د کمېسیون جوړېدل، د ملي امنیت شورا په یوه ناسته کې د خاورو ته د سالم ایزد یار د سپارلو د برید د راپور وړاندې کول، په ۱۳۹۷ لمریز کال کې هم مهاله د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ترسره کول، د ټاکنیزو کمېسیونونو لپاره د نویو غړو ټاکل، او د ۱۳۹۲ لمریز کال د نفوسو د احوالو ثبت قانون پراساس د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش پیل په هوکړه لیک کې له راغلو موضوعاتو څخه دي.

عطا محمد نور څرګندوي:«‎ما هم دا هوکړه لاسلیک کړې ده او مخکې له دې چې لاسلیک شي ویلي مې وو چې یو فرمان یې موږ ته راوړئ. ټول فرمانونه راسره شته او خام کار مې نه دی کړی.‎»

بل پلو دوه لوري په هوکړه لیک کې د ټاکنیزو کمېسیونو د نویو غړو د ټاکلو او د ۱۳۹۲ لمریز کال د نفوسو د احوالود ثبت قانون پراساس د پېژندپاڼو د وېش په اړه موافقې ته نه و رسېدلي.

دغه راز ویل شوي، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په پروګرامونو کې په ۱۳۹۷ کال کې هم مهاله د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ترسره کول شامل دي.

د ملي یووالي حکومت د هوکړې څار کمېسیون رئيس، محمد ناطقي څرګندوي:«د اساسي قانون او لویې جرګې په اړه ګام نه دی پورته شوی او د دولت په اساسي تاسیساتو کې هم ګام نه دی پورته شوی او له اپوزوسیون هم خبر نشته.»

 خو د څوو میاشتو په تېرېدو سره سره بیا هم د دې هوکړه لیک اصلي مادې نه دي عملي شوي او دا هم روښانه نه ده چې د ملي یووالي حکومت تر پایه به عملي شي او کنه؟

له دې سره عطامحمد نور وايي،  له بلخ ولایت څخه د ګوښه کېدو په اړه له ولسمشر غني سره په خپله لومړنۍ لیدنه کې هغه له ده غوښتي څو د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې د ده له ټیم سره یوځای شي.

نور وايي ولسمشر غني د دې هوکړه لیک د هرې مادې دعملي کیدو لپاره فرمانونه هم صادر کړي چې دغه فرمانونه ورسره موجود دي

شریک یي کړئ