جمعیت اسلامي وايي چې له حکومت سره اوسنۍ شخړې باید د ملي یووالي حکومت د رامنځته کېدو د هوکړهلیک له مخکې حل شي.
د دغه ګوند په اعلامیه کې راغلي دي چې دا ګوند حاضر دی ترڅو د ولسمشر او جمعیت ترمنځ اوسنۍ شخړې د خبرو اترو له الارې حل کړي.
په اعلامیه کې همدارنګه راغلي دي چې د جمعیت ګوند له ارګ سره خپله ۱۲ مادهیزه طرحه شریکه کړې ده ترڅو له هغه سره «د افغانستان د خلکو په وړاندې د ګډ ژمن» کار ځواکمنتیا پیاوړی شي.
دا اعلامیه د سپینې ماڼۍ د اعلامیې په غبرګون کې خپره شوې ده.
سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره د افغانستان له مشرانو غوښتي چې د بلخ نوي والي ته د واک لېږد ډېر ژر او په سولهییز ډول وي.
د سپینې ماڼې د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي :«د دې ستونزې د هوارۍ په موخه د تاوتریخوالي ځای نشته او په دې برخه کې باید د شخصي ګټو پر ځای د افغانستان ملي ګټو ته پاملرنه وشي.»
سپینه ماڼۍ زیاتوي:«دا لانجه باید داسې هواره شي چې افغانان ډاډ ترلاسه کړي چې د نوي والي ټاکل کېدل د امنیت د پياوړتیا او خلکو ته د خدمت لپاره د ملي یووالي حکومت د مسوولیت پېژندلو لامل ګرځي.»
دا په داسې حال کې ده چې د جمعیت اسلامي ګوند اجرايي رییس او د ولسمشر له خوا د بلخ لیرې کړل شوی والي عطامحمد نور تېره ورځ په مزارشریف کې په یوې غونډه کې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه ملګر ملتونه یې د بې عدالتۍ، فساد او ظلم په وړاندې په چوپتیا تورن کړل او وې ویل کهچېرې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونو دا چوپتیا ماته نهکړي په زره ګونه تنه به واټونو ته راووځي.
د اساسي قانون تعدیل، په ټاکلي وخت د ټاکنو ترسره کول، د لویې جرګې جوړېدل او د اجرییه ریاست د برخلیک مالومېدل او په ملي یووالي حکومت کې د جمعیت د ونډې تضیمن، د ښاغلي نور له اصلي شرطونو څخه دي.